پاپ شپاړلسم بینیدیک سوریې ته پلاوی استوي
۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبهاعلان
د کاتولیکانو مشر پاپ شپاړلسم بینیدیک غواړي په راتلونکو څو ورځو کې سوریې ته یو پلاوی واستوي. ده ویلي دي چې په دې ډول غواړي د سوریې له ټول ولس سره خپل پیوستون ښکار کړي.
له بلې خوا د ملګرو ملتو استازي رپوټ ورکوي چې په سوریه کې د عام ولس حالت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دﺉ.
برازیلي دیپلومات پاولو پین هایرو په نیویارک کې ویلي دي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې په وروستیو وختونو کې ډېرې سوې دي.