پاپ د کیوبا له پخواني ولسمشر فیدل کاسترو سره وکتل
۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبهاعلان
کیوبا ته د خپل سفر په پای کې پاپ شپاړسم بینیدیک د دغه هیواد له پخواني ولسمشر فیدل کاسترو سره وکتل. د واتیکان ویاند فیدیریکو لمباردي وویل چې دغې لیدنې کتنې نیم ساعت دوام وکړ. خو د دغو خبرو اترو د جزئياتو په هکله څه نه دي ویل سوي. دا د پاپ او د دغه انقلابي مشر تر منځ لومړنۍ لیدنه کتنه ده.
مخکې تر هغه د کاتولیکې کلیسا دغه مشر په هاوانا کې د انقلاب په میدان کې خلکو ته د عقېدې د آزادۍ او د کلیسا د آزاد رول په هکله یوه وینا ورکړه. له پاپ څخه په سلهاوو زرو کسانو هرکلی وکړ.