پاپ بينديکت د خپل گوښه کېدو اعلان وکړ
۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبهپه هغه خبرپاڼه کي چي د دوشبنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۱۱) په روم کي خپره سوې ده، پاپ بينديکت شپاړسم ويلي دي چي په تيرو مياشتو کي ئې ذهني او بدني قوه لږ سوې ده او نسي کولای لکه څرنگه چي ښايي هغه شان خپله وظيفه تر سره کړي.
په دې سره به نو د نړۍ د کاتوليکانو ۸۵ کلن مذهبي مشر له خپل مقام څخه چي له ۲۰۰۵ کال راهيسي ئې مشري ور پرغاړه وه د روان کال د فيبروۍ مياشتي پر ۲۸ نېټه گوښه سي.
د آلمان د حکومت وياند شتفن زايبرت د دوشنبې په ورځ په برلین کي دې خبرته په نا راحتی سره غبرگون وښود او وئې ويل، دا چي پاپ په هر دليل له خپل مقام څخه د گوښه کېدو اعلان کړی دئ، بايد له هغه څخه چي د نړۍ د کاتوليکانو کليساوي ئې اته کاله رهبري کړي دي قدرداني وسي.
پاپ بينديکت شپاړسم په ۱۹۲۷ کال کي د آلمان د بايرن په ايالت کي زېږېدلی دئ. د آلمان د حکومت وياند وويل چي لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل به د ورځي په اوږدو کي د پاپ د گوښه کېدو په اړه وینا وکړي.
د نړۍ د کاتوليکانو مشر چي د روان کال د اپريل په مياشت کي ۸۶ کلن کيږي نزدې شل کاله د هغه د سلف پاپ ژان پاول دوهم ډير نژدې مشاور وو.
د کاتوليکانو دغه مشر چي اصلي نوم ئې «يوزف رتسينگر» دئ د ۲۰ قرن په ۶۰ لسيزه کي د محصيلانو د جنبش تر غورځنگ دمخه اصلاح غوښتونکی شمېرل کېدی. په دغه وخت کي آلماني محصيلانو په خپل هيواد کي د حاکم سياسي وضعيت په اړه پراخ اعتراضونه پيل کړي ول.
خو د الهياتو د رشتې دغه پروفيسر چي وروسته د آلمان د مونشن او فرايزينگ ښارونو د اسقف مقام ته ورسېد کرار کرار د کاتوليکانو د مذهبي سنتو په ساتلو تبديل سو.
د واتيکان د راديو په حواله بينديکت ويلي دي، چي ما خپل وجدان ته رجوع وکړه او دې پريکړي ته ورسېدم چي نور د خدمت د ترسره کولو له پاره کافي قوه نه لرم.