1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ بنديکت شپاړسم په روم کي ۴۰۰۰۰ ځوانانو ته هرکلی ووايه

۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17BJi

پاپ بنديکت شپاړسم د تايزې د مذهبي ټولنې تقريبا۴۰۰۰۰ پلويانو ته په روم کې هر کلی ويلی دی. د پېترسدوم په کليسا کې د عبادت پر مهال يې پر ځوانانو غږ وکړ، چې د عيسويانو تر منځ دې يووالي ته کار وکړي. پاپ ژمنه وکړه چې، کاتوليکي کليسا به هم د بېلابېلو مذهبونو تر منځ د پخلاينې لارې چارې ولټوي. د ځوانانو د غونډې پروتستانت او اورتودوکس ګډونوالو ته يې خاص هر کلی ووايه. د جنورۍ تر ۲مې نېټې پورې به د روم په لويو کليساوو کې ګډ عبادتونه او د ټولنيزو او سياسي پوښتنو په اړه بحثونه وشي. تېر کال برلين د دغې غونډې کوربه وو.