1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ: «بم ته د مور لغت کارول د شرم وړ دی»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د کاتوليکي کليسا روحاني مشر پاپ فرانسيس ويلي چي د «ټولو بمونو مور» په اصطلاح شرميږي.

https://p.dw.com/p/2cY8x
Ägypten Besuch vom Papst Franziskus in Kairo
انځور: Reuters/A. Bianchi

پاپ فرانسيس د انسانانو تر منځ د «بربادۍ د کلتور» په سخته غنده کړې ده. نوموړي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د می ۷مه نېټه) په واټيکان کي وويل چي څښتن نړۍ او انسانان د دې له پاره جوړ کړي چي «موږ يو شی جوړ کړو او د دې له پاره چي يو شی وده وکړي.»

پاپ وويل د اېټالوي شاګردانو د پوښتنو د جوابولو پر وخت څرګندونې وکړې. په دغه ځانګړې ناسته کي تقريبا ۷۰۰۰ شاګردانو ګډون کړی ؤ. دغه ځوانان او پيغلمي د ملي شاګردانو له خوا د سولې د ځانګړې ناستي په ترڅ کي روم ته ورغلي ول.

فرانسيس د څرګندونو په ترڅ کي پر له منځه وړونکو ږغ وکړ چي له تاوتريخوالي لاس واخلي او نرمښت خپل کړي. هغه وويل: «نرمښت يوه ځانګړتيا ده چي موږ يې نوې زده کوو او دا هغه ځانګړتيا ده چي موږ يې بايد په خپل ژوند کي بېرته په لاس راوړو.»

پاپ په غير مستقيمه توګه د امريکا له خوا په افغانستان کي د تر ټولو لوی غير اټومي بم استعمال ته اشاره وکړه. دغه بم ته د «بمونو مور» ويل کيږي. فرانسيس وويل: «د يو بم د نوم له کبله ماته شرم ودرېد: د ټولو بمونو مور. څوک بايد فکر وکړي چي مور خو په اصل کي ژوند تحفه کوي او دغه شی مرګ زېږوي. موږ يو داسي شي ته مور وايو، ولي؟ موږ ته څه راپېښه ده؟»

فرانسيس په افغانستان کي د ياد استعمال سوي بم د اثراتو په هکله څرګندونې ونه کړې. دا په داسي حال کي ده چي نوموړی به د می مياشتي په ۲۴مه نېټه د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په واټيکان کي ښه راغلاست ووايي.