1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ: اسلام د تاوتریخوالي دین نه دی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیسکوس، د افراطي اسلامپالو له خوا د وروستیو بریدونو پر وړاندې په احتیاط سره غبرګون ښوولی دی. د کاتولیکې کلیسا رهبر اسلام له تاوتریخوالي له دغه شان ډکو کسانو دین نه بولي.

https://p.dw.com/p/1JZot
Polen Papst Franziskus im Flug nach Rom
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Monteforte

د فرانسې په شمال کې پر یوې کاتولیکې کلیسا باندې برید په نړۍ کي قهر او غوسه راوپاروله. خو پاپ فرانسیسکوس د افراطي اسلامپالو له خوا پر وروستیو ترسره شویو بریدونو سربیره هم، په بشپړه توګه د اسلام له ردولو څخه ګواښ وکړ.

پاپ فرانسیسکوس له کراکاس څخه د روم پر لور د پرواز پر مهال وویل: «دا سمه او پر حق خبره نه ده چې اسلام دې له تاوتریخوالي څخه د یوه ډک دین په توګه معرفي شي.» پاپ ویلي دي چې ټول مسلمانان له تاوتریخوالي ډک نه دي او دا چې په څه نا څه ټولو ادیانو کې له تاوتریخوالي ډکه یوه وړوکې ډله موجوده وي.

په دې ترتیب سره پاپ د مسیحیانو په منځ کې هم له تاوتریخوالي ډکو ډلو ته اشاره وکړه. هغه وویل: «کله چې زه په اسلام کې د تاوتریخوالي په اړه خبري کوم، نو بايد د مسیحي تاوتریخوالي په اړه هم وغږیږم.»

هغه وویل چې په ورځپاڼو کې هره ورځ په ایټالیا کې د تاوتریخوالي په اړه خبرونه لولي: «یو کس خپله ملګرې وژني، بل بیا خپله خواښې وژنې او دا ټول تمعید شوي مسیحیان دي.» پاپ داسې نتیجه ګیري وکړه: «زه د اسلام او تاوتریخوالي برابر ګڼل سم نه بولم.»

هغه ځوانان چې د راتلونکې له پاره یو لیدلوری نه لري

پاپ کراکاس ته د ځوانانو د نړیوالې ورځ د لمانځلو له پاره تللی وو. هغه په دې غونډه کې ترهګرۍ ته د ځوانانو د مخې کولو په اړه په عمومي توګه خبرې وکړې او هیڅکله یې هم د «اسلامي ترهګرۍ» یادونه و نه کړه. هغه همداراز د ترهګرۍ عواملو ته اشاره وکړه. د دغه مذهبي مشر په حواله دین له تاوتریخوالي څخه ډکو دغو اعمالو تر محرکه قوه نه ده.

پاپ فرانسیسکوس وویل چې ځوان هغه وخت ترهګرۍ ته مخه کوي چې «بل هیڅ انتخاب و نه لري». هغه وویل چې «موږ خپل ډیری اروپايي ځوانان پرته له کوم کار او آرمان څخه پریښي دي. له دې کبله هغوی مخدره توکو او الکولو ته مخه کوي او له بنسټ پالو ډلو سره یوځای کیږي.»