پاپاندريو دميرکل سره ديونان داقتصادي بحران په باب خبري کوي
۱۳۸۸ اسفند ۱۴, جمعهحکومت د دولتي مالي حالت د ژغورنی په منظور اعلان کړی، چې په عامه خدمتونو کې به تنخواوی راکموي او هم به استهلاکي ماليه زياتوي . دا تدبيرونه په تېره بيا د تقاعديانو د پاره ډېری درندې تمامېدونکی دي، د چا به چې تنخواوی نه پورته کيږي . نو ځکه دوی هم په اعتراض راوتلي وو. دوی ويل:
(دا دريم کال دی، چې زموږ تنخوای نه لوړيږي، او اوس حکومت دې ته حاضر نه دی، چې دا تر وروستي حده کمه تنخوا لوړه کړي .)
بل وايي،
(دوی وايي د تقاعديانو د پاره پيسې نسته . نو بيا زموږ تقاعد ته ورکړې پېسې څه شوې؟ او چېري ولاړې؟)
بل بيا وايي،
(پدې منځ کي ز موږ څخه هر تقاعدي لږترلږه ديوه بيکاره ځوان سره کمک کوي . زه د خپل زوی سره، چا چې 18 کاله کار کړی او اوس بيکاره دی . څوک به زموږ د لمسي غم خوري، چې ښوونځۍ ولولي او ژوند وکولی شي؟)
مگر سره له دې اعتراضونو به نن د يونان پارلمان په يوه بېړنۍ غونډه کې دا تدبيرونه تصويبوي . يونان غواړي خپلي مالي ربړی پرته د آلمان او اورپايي ټولنی له مرستی څخه حل کړي .
يونان له آلماني ماليه ورکوونکو څخه يو سنټ هم نه غواړي - دا خبره د يونان لومړي وزير پاپاندريو مخکې له دې نه چې نن د جمعې په ورځ په برلين کې د آلمان له لومړۍ وزيرې ميرمن انگيلا ميرکل سره وگوري، کړېده. پاپاندريو د آلمان له لومړۍ وزيرې څخه يواځی يو څه غواړي : هغه دا چې بايد نړيوالو مالي بازارونو ته ډاډ ورکړي، چې دا د يونان پر حکومت باندی پوره باور لري . پاپاندريو ډاډ ورکړی، چې خپله لانجه به په خپل توان سره تر کابو لاندی راولي . دی وويل،
( موږ بايد د خپل هېواد له لاسه ورکړی اعتماد بېرته لاس ته راوړو . موږ دا وجيبه لرو چې په راتلونکو مياشتو کې شريک کار سره وکوو، تر څو ثابته کړو، چې په هېچا پوری تړلي نه يو. او د يوه هېواد او ولس په توگه خپله راتلونکې پخپله ټاکو.)
د دې تر څنگ د يونان لويو کارگري اتحاديو د نوو اعتصابونو خبری کړېدي. نن به ټوله ورځ په آتن کې سرويسونه او ښاري اورگاډي نه ځي . غرمه به د هوايي چارو کارمندان له کار څخه لاس اخلي او کېدلی شي په هوايي چلند کې ځنډ او خنډونه راشي . طبيبان او دولتي روغتونونه به يواځی د عاجلو مريضانو درمل کوي، ښوونځۍ به تړلی وي . کارگري اتحاديې هيله لري چې پوره ملاتړ به ورسره کيږي .
هانس ميشاييل/عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري