پاول راین پر اوباما باندي نیوکي وکړې
۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه
پاول راین د امریکا په کانگرس کي د ويسکونسن ايالت ستازی دئ. هغه د جمهوري غوښتونکو د اقتصادي چارو کارپوه بلل کیږي. راین پر ولسمشر اوباما باندي د «لوی حکومت» د پالیسیو د تصویبولو تور لگولی دئ او ویلي ئې دي چې اوباما د بېکارۍ او پورونو د زياتېدو په شرایطو کې لویې حکومتوالي (لوړ لگښت لروونکې حکومتوالي) ته دوام ورکوي.
راین ويلي دي: «پوښتنه دا ده چې ایا د اقتصادي ودې پر وړاندې محدودیتونه رامنځ ته کړو او که د دولت پر لویوالي. موږ پتېيلې ده چي د دولت پر لویوالي باندي به محدویتونه وضع کړو.»
راین د جمهوري غوښتونکو د نوماند میت رامني ستاینه کړې ده. د هغه په اند به دغه سیاستوال د امریکا اقتصادي ستونزې حل کړي. راین ویلي دي: «موږ به د دې هیواد اقتصادي ستونزې له منځه یوسو.»
راین تر دې مخکې په امریکا او په نړیواله کچه دومره پیژندل شوی سیاستوال نه وو. خو وروسته له هغه چې دغه جمهوري غوښتونکی د اګست د میاشتې په یوولسمه نیټه د میت رامنې د مرستیال په توګه ونومول شو، په رسنیو کې د هغه په اړه بحثونه پیل شول.
رامني لا تر اوسه پوري بیانیه نه ده ورکړې
رامنې به د پنجشنبې په ورځ د خپل ګوند له خوا د ولسمشري په ټاکنو کې خپل کاندیدیدل په رسمي توګه ومني. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د اوباما ټاکنیزې ډلې پر میت رامنې او پاول راین باندې خپلې نیوکې ډیرې کړي دي.
د اوباما د ټاکنیز کمپاین ویاند جین ساکي، ویلي دي چې راین رښتیا خبرې نه کوي. په ټاکنو کې د دیموکراتانو نوماند پخپله ولسمشر بارک اوباما دﺉ. هغه به په رسمي ډول په راتلونکې اونۍ کې خپل کاندیدیدل ومني.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل