1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاريس افغانستان ته د زياترو عسکرو لېږلو وړانديز کړی دی

۱۳۸۷ فروردین ۱۴, چهارشنبه

د فرانسې صدراعظم فرانسوه فيلون د دغه هېواد په پارلمان کې افغانستان ته د لانورو فرانسوي عسکرو وړانديز کړی دی. فرانسوه فيلون وويل، د نورو عسکرو د لېږلو هدف په افغانستان کې د سولې پروسه د برياليتوب چانس به لازيات کړی.

https://p.dw.com/p/DbOg
Francois Fillon
Francois Fillonانځور: AP

ډيرو فرانسوي رسنيو خبر ورکړی دی، چې څه ناڅه زر عسکر به افغانستان ته واستول شي.

اوسمهال په افغانستان کې يو زره شپږسوه فرانسوي عسکر د ايساف په چوکات کې ځای په ځای شوي دي.