پارلمان ته څلور نوي وزيران ور وپيژندل سول
۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبهد ولسمشر کرزي د اداري چارو ادارې ويلي دي، چي څلورتنه نوي وزيران ئې پارلمان ته معرفي کړي دي.
د دفاع وزارت له پاره بسم الله محمدي، د ملي امنيت رياست له پاره اسدالله خالد، د کورنيو چارو وزارت له پاره مجتبی پتنگ او د سرحدونو چارو وزارت له پاره حاجي دين محمد معرفي سوی دئ.
په پلان کي ده چي په پارلماني چارو کي د دولت وزير به دغه څلور څېرې پارلمان ته ور وپيژني.
دا تغيرات وروسته له هغه راځي، چي ولسي جرگي د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي ولايتونو کونړ او نورستان باندي د پاکستاني توغنديو د جواب د نه ورکولو په خاطر د هيواد د دفاع او کورنيوچارو له وزيرانو څخه د اعتماد رايه واخيستله.
د کرزي د کابيني په نوي غړيو کي نوی څوک نه معلوميږي، بلکي ټول هغه پخواني خلک دي او يوازي ئې دندي سره اوښتي دي.
په دې اړه نور معلومات به وروسته پر لیکه سي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل