1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلمان ته د جنگ سالارانو د ورتگ په اړه اندېښنې

۱۳۸۹ آبان ۲, یکشنبه

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون پارلمان ته د جګړه مارو له ورتګ انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چي په اړه به يي جدي غبرګون وښيي.

https://p.dw.com/p/PmL6
انځور: DW

په ورته وخت کي ټاکل سوې ده چي د يو شمېر درغلګرو نوماندانو نومونه نن د لومړي ځل لپاره بربنډ سي.

د ټول ټاکنو د کمېسيون چارواکي وايي چي د دغو کانديدانو نومونه به د نوماندۍ له نوم لړ څخه ايستل کيږي او په ورته وخت کي به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل سي.

د ټاکنو د پروسي له پيل راهيسي تر اوسه پوري ۵۰۰۰ شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون ته رسيدلي دي.

د کمېسيون په وينا، نن به د کانديدانو په اړه د شکايتونو د اخيتسلو وروستۍ ورځ وي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په داسي حال کي د يو شمېر درغلګرو نوماندانو د نومونو د اعلام خبره کوي چي د ټاکنو لومړنۍ پايلۍ تيره اونۍ اعلام سوي دي.

ددې کمېسيون غړی ضيا رفعت په خبره، هغو کانديدانو چي درغلي او تقلب يې کړی نن به د نوماندۍ له حقونو څخه محروم شي، پر دې ډله باندي که چيړي جرم ثابت سي جدي قانوني چلند به ورسره وسي.

ويل کيږي چي په ټاکنو کي ۲۵ درغلي کونکي نوماندان د اوسنۍ ولسي جرګي غړي دي.

په همدې حال کي د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ټينګار کوي چي د هغو کانديدانو چي په اړه يې شکايت سته او جرم ورباندي ثابت سي عدلي ادارو ته به ور وپيژندل شي.

په همدي حال کي د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د ولسي جرګي د لومړنيو پايلو تر اعلام وروسته په دغه جرګه کي د بشر د حقونو د ناقاضينو د شتون په اړه شديده انديښنه څرګنده کړي ده .

دغه کميسيون راتلونکي ولسي جرګي ته د بشر حقونو د ناقضينو لاره موندل د دغي جرګي د اصلي دندي زيانمنيدل بولي.

کمېسيون وايي چي دوي اوس په دغه اړه څيړنه کوي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون اجرايوي مشر موسي محمودي وايي چي، «امکان لري يو شمير هغه کسان چي پخوا تورن ول او يا هم د بشر د حقونو د سرغړوني شک ورباندي کيږي پارلمان ته لاره ومومي، دوی به يي په اړه جدي اقدام وکړي».

په همدي حال کي يو شمير افغانان هم د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون انديښنه پر ځای بولي.

هغوی وايي هم په اوسنۍ جرګه کي د بشر د حقونو ناقضين ليدل کيږي او هم به راتلونکي کي جرګه د هغوی له حضور څخه تشه نه وي.

دا يوازي افغان پارلمان ندی چي پکښي د بشر د حقونو د ناقضينو د شتون خبره کيږي، بلکي پر افغان حکومت تور دی چي په ډيرو دولتي ادارو کي يي دغسي کسان په لوړو څوکيو ګمارلي دي.

خو حکومت دغه ادعاوي هروخت رد کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل