ټینس: نادال د مونټریال ټورنامنټ څخه ووت
۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبهد ټینس د لوبو په قطار کې ۴۱ نمره لوبغاړي دودیغ په دغه لوبه کې لمړې سیټ و بایله، خو تر هغی وروسته یې پښه ټینګه شوه، او تر درې ساعتو څخه لږې زیاتې لوبي کې برلاسې ؤ.
نادال چې صحي وضعه یی دومره ښه نه وه میدان ته راغی، خو بیا هم لمړۍ سیټ یې وګټه. دودیغ د دي بریا په اړه ویلي :« دا زما د مسلکي بریالیتوبونو نه، بلکه د ژوند تر ټولو لویه کامیابي ده. ما د دې څخه ډیر خوند واخیست، زه ډیر خوشحاله یم.»
نادال تر دې وړاندې دغه ټورنامنټ دوه واري په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸م کلونو کې ګټلې دې. د دودیغ د لاسه تر ماتې وروسته په روانه دوره کې دا د هغه نهمه ماتی ده. خو هغه ۵۱ سیالۍ ګټلې هم دي. د ویمبلډن په پایلوبه کې تر ماتې وروسته هغه د نوواک جوکوچ سره په کومه لوبه کې نه دې مخامخ شوې. جوکووچ نادال په نړیواله کچه د لمړي مقام څخه محروم کړاې ؤ.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: نجیب الله زیارمل