1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټپي آلماني عسکر آلمان ته راوړل شوي دي

۱۳۸۷ فروردین ۹, جمعه

کوبلينس: په افغانستان کې دوه سخت ټپي شوي آلماني عسکر نن د آلمان کولن-بن هوايي ډگر ته رانقل او له هغې ځايه د کوبلينس ښار عسکري روغتون ته وړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DbO7
د کندوز په ښار کې آلماني عسکر گزمه کوی
د کندوز په ښار کې آلماني عسکر گزمه کویانځور: picture-alliance/ dpa

دغه دوه څو ورځې مخکې د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کې هلته ټپي شول، کله چې د دوی زرهپوش موټر په يوه بريد کې راگير شول. په دغه پېښه کې يو بل آلماني عسکر هم لږ ټپي شوی دی.

طالبانو د دغې حملې مسووليت په خپله غاړه اخيستی دی.