1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټوکيو: د پاکستان سره دپيسه ورکونکو هيوادو کنفرانس

۱۳۸۸ فروردین ۲۸, جمعه

د واک د کمروزۍ، سياسي بې ثباتۍ او ډېرېدونکي تاوتريخوالي په فضا کې ، د پاکستان اقتصادي پرمختگ ډېر زيات ورو شوی دی ...

https://p.dw.com/p/HYpi
نن په ټوکيو کي ددغه کنفرانس د جريان يوه برخه
نن په ټوکيو کي ددغه کنفرانس د جريان يوه برخهانځور: AP

د صادراتو او وارداتو تر منځ توپير پروسږ کال د معاشونو ورکړه له جدي ستونزو سره مخامخ کړل . د نيم کال په موده کې داسي بېره موجوده وه چې کېدای سي پاکستان د اقتصادي بحران کندي ته ورولويږي . په نومبر کې د پيسو نړيوال صندوق د 7,6 مليارډو ډالرو د پور په ورکړې سره د تر ټولو خرابو شرايطو څخه مخنيوی وکړ . دغه پور به د دوو کالو په اوږدو کې پاکستان ته ورکړل شي .

خو نورو پيسو ته هم اړتيا سته . که د اوسني اقتصادي ناورين څخه ها خوا وکتلي شي، نو د «ايشيا سوسايتي» په نامه د متحده آيالتونو ټينک ټانک (Think tank) يا د کارپوهانو ټولني په يوه نوي رپوټ کې ادعا کړې چې پاکستان په راتلونکو پنځو کالونو کې تر 50 مليارډو ډالرو پوري پيسو ته ضرورت لري تر څو د اقتصادي سقوط څخه مخنيوی وشي ،چې کېداي سي ډېر جدي سياسي عواقب ولري . خو سياسي شنونکي حسن عسکري رضوي له لاهور څخه په دې نظر دی چې پخپله پر بسپنه ورکوونکو هېوداونو باندي د نړيوال سياسي بحران د اغېزو له امله ،نه ښايي چې د پاکستان حکومت به په توکيو کې د ډېرو پراخو ژمنو انتظار ولرلي شي.

«زه فکر کوم که هغوي د راتلونکو دوو يا درو کالونو په اوږدو کې د شپږو يا اوو مليارډو ډالرو ژمنه وکړي، نو دا به د دې دپاره ښايي کافي وي چې اقتصاد بېرته راژوندي شي .»

د جاپان لومړي وزير د پنج شنبې په ورځ دې ته اشاره وکړه چې جاپان به ښايي له پاکستان سره د يو مليارډ ډالرو د ملاتړ ژمنه وکي . خو که هر څومره پيسې د جاپان د لوري برابري هم سي، خو اقتصادي موضوعگانې به هرومرو په سياست پوري تړلي وي . د اوباما اداره په امريکا کې وايي چې د پاکستان سره هر ډول نوري مرستې سل په سلو کې له شرطونو سره مل دي .

بېنچمارکس، يعنې جاج اخيستل او کنټرول په همدغه بحث کې کليدي ټکي دي : امريکايان غواړي چې د توندلارۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې له پرمختگونو څخه څارنه وکي مخکې تردې چې مرستو ته دوام ورکي . د پاکستان د ملي اسمبلې هغه د دوشنبې د ورځي پرېکړه چې د پاکستان د شمال لويديځ په يوه لويه ساحه کې شريعت نافذوي، به حتما نن د جمعې په ورځ تر بحث لاندې ونيول شي . انتقاد کونکي، هم په پاکستان کې او هم دباندي، دغه پرېکړه توندلارو اورپکو ته تسليمېدل بولي . حسن عسکري رضوي يو وار بيا:

«زه فکر کوم چې غرب به يو څو مياشتې انتظار وباسي تر څو وگوري چې کارونه کومي خوا ته درومي . که د ناڅرگندتيا او توندلارۍ خوا ته بهير جاري پاته شي، نو د هغوي اندېښنې به خامخا زياتي سي . د ملاتړ په برخه کې بايد وويل سي چې هغوي به يو دم مرسته نه کوي . دغه مرسته به پاکستان ته کرارکرار ورځي . که ارزيابۍ هم نه وي، خو هغوي به د پاکستان د پېښو دقيقه څارنه کوي . هغوي د مرستو انکار کولي شي، که بيا دې نتيجې ته ورسيږي، چې وضع له کنتروله وتلې ده.»

په ټوکيو کې به ايران هم په اجندا کې شامل وي چې دغه کنفرانس د تهران او واشنگټن تر منځ غير رسمي متقابلو ليدنو کتنو ته يو ځل بيا زمينه برابروي . داددې يوه بله نخښه ده چې ايران به نړيوالې ټولنې ته بېرته راداخليږي . ايران له پاکستان سره مرسته کړې ده چې په بدل کې به له ځنډ سره پيسې ورکول کيږي . خو د رضوي په وينا د ايران اصلي هدف به په ټوکيو کې دا وي چې د يوې بلي پروژې دپاره کار وکي : ده وويل چه ،

«د ايران اصلي هدف دا دی چې د گازو هغه نل ليکه ومنل سي چې له ايران څخه پاکستان او د هغه ځايه بيا هند ته ځي . دا به د هغوی يوه هڅه وي چې لږ تر لږه پاکستان قانع کي تر څو دپايپ لين پر سر موافقه وشي .»

بيرتلاين / صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري