د لندن له سیالیو څخه د سروزرو د مډالونو هیلې
۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعهد المپیک د لوبو مشعل د انګلستان په شاوخوا ټولو ښارونو کې ګرځول شوی دﺉ. لندن ته له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر ورزشکاران رسیدلي دي او د المپیک د لوبو د پیلیدو انتظار باسي. ان د لندن هوا ښايي د المپیک د لوبو د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له خپل عادي حالت څخه ښه وي.
المان د المپیک له لوبو څخه سترې هیلې لري
المان د المپیک لوبو ته څه نا څه ۴۰۰ ورزشکاران استولي دي. دغه شمیره په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینگ د المپیک لوبو ته تر استول شوو ورزشکارانو څخه ټیټه ده خو بیا هم داسې هیلې شته چې المان به د لندن د المپیک په لوبو کې هم د پیکینگ په شان بریالیتوبونه ولري.
المان په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینگ د المپیک په لوبو کې ۴۱ مډالونه گټلي ول چې د هغوی په ډله کې ۱۶ د سروزرو، لس د سپینو زرو او ۱۵ د برونزو مډالونه ول.
له تاریخي نظره المان د منډو او میداني لوبو او همداراز د پیړیو د څغاستي او د لامبو په سیالیو کې د بریالیتو ډیر چانسونه لري. د دیسک د گوزارولو به سیالیو کې المان یو ډیر ښه ورزشکار لري چې رابرت هارتینګ نومیږي. هغه کیدای شي چې د لندن د المپیک په سیالیو کې د خپل هیواد له پاره د سررو زرو مډال وګټي. د المان بله ورزشکاره نادین کلینیرت نومیږي چې هغې پورې هم د لندن له لوبو څخه د سرو زرو د مډال د ګټلو ډیرې هیلې تړلي دي.
د المان یوه بله ورزشکاره بریتا ستیفن ده چې د پیکینگ د المپیک په لوبو کې ئې د ازادې لامبو په ۱۰۰ متره او ۵۰ متره سیالیو کې دوه د سروزرو مډالونه گټلي ول. هغه د لندن د المپیک په سیالیو کې بیا گډون کوي. المان د نارینه وو په هاکي کې هم د سروزرو د مډال د گتلو ډیر چانس لري.
سابقه کاره او نوي ورزشکاران
د لندن د المپیک په سیالیو کې پر ډیرو مشهورو ورزشکارانو سربیره یو شمیر نوي نومونه هم گډون کوي. په دې سیالیو کې به سپرینتر اوسکار پیستوریوس، لومړۍ داسې وگړی وي چې د دواړو پښو پر نه لرلو سربیره به هم د منډو په سیالۍ کې گډون وکړي. په همدې حال کې سعودي عربستان هم د لندن د المپیک سیالیو ته د لومړي ځل له پاره ښځینه ورزشکاران استولي دي.
په دې سیالیو کې به همداراز «گوار ماریال» پرته له دې چې په کوم هیواد پورې تړاو ولري د مراتون منډې ووهي. هغه به دا کار د المپیک تر بیرغ لاندې تر سره کړي.
افغانستان هم د لندن د المپیک سیالیو ته یوه ډله استولې ده. په دې ډله کې روح الله نیکپا هم شامل دئ. هغه وایي چې دا ځل به د لندن د المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال وگټي.
هر هیواد لندن ته خپل استازي استولي دي او له هغوی څخه د سروزرو د مډالونو د گټولو هیلې لري. همدا هیلې د لندن د المپیک د لوبو ځانگړتیا ده.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم