1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټولي نړۍ د افغانستان څخه د سرتيرو دايستلو نېټه ټاکلې خو جرمني غلی دی

۱۳۸۹ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

د جرمني په پارلمان کي د شنو دگوند مشر د دولت څخه غوښتنه کړې چي د افغانستان څخه د الماني عسکرو د ايستلو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/OhA8
د جرمني په پارلمان کي د شنو د گوند مشر يورگين تريتين
د جرمني په پارلمان کي د شنو د گوند مشر يورگين تريتينانځور: picture-alliance / dpa

يورگن تريتين وويل: زه دا ډيره بې معنی گنم چي ټول نړۍ پر يوه ټاکلي نېټې د خپلو عسکرو د ايستلو خبري کوي ولي د جرمني حکومت تر اوسه په دې اړه هيڅ نه وايي چي څه وخت خپل عسکر د افغانستان څخه باسي.

هغه د dpa خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي، که چيري داسي وي چي ۲۰۱۴ کال بايد په افغانستان کي د جگړې د پای کال وي،« نو زه هم د جرمني د حکومت څخه د عسکرو د ايستلو د يو پلان د وړاندي کولو په تمه يم.»

هغه زياته کړې ده چي حکومت بايد ووايي چي دوئ تر هغه وخته په افغانستان کي نور څه کوي.

د جرمني پارلمان لخوا د افغانستان د پاره د نوي ستراتيژۍ د پريکړي له مخه چي د روان کال د فيبرورۍ په مياشت وسوه، ښايي په ۲۰۱۱ کال کي د عسکرو په ايستلو پيل وسي.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان امنيتي ځواکونه بايد د هيواد د امنيت چاري په خپله په غاړه واخلي.

د رواني مياشتي په لومړيو کي هالنډپه لوېديځو هيوادونو کي لومړی هيواد دی چي د افغانستان څخه يې قدم پرقدم د خپلو عسکرو ايستل پيل کړه.

ag/ زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم