1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکونکې ورځ: په آلمان کي پارلماني ټاکې

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

اصلاً د لومړۍ وزيري انگلا مېرکل سيال کانديد پېر شتاينبروک سم سړی دی. ځکه چي هغه په سم وخت کي راڅرگند سوی دی خو له ستونزو سره مخامخ دی. د سوسيال ديموکرات او مسيحي گوند په ټاکنيز پروگرام کي اختلافات موجود دی.

https://p.dw.com/p/19cbS
انځور: picture-alliance/dpa

پېر شتاينبروک د مالي چارو متخصص او د آلمان د کورنۍ بودجې ستونزي هم ښې ورمعلومې دي. نوموړی د مسيحي ديموکرات/مسيحي سوسيال ګوند او سوسيال ديموکرات ګوندونو تر منځ د لوی ائتلاف پر وخت د لومړۍ وزيري انګلا مېرکل د ماليې وزير هم وو. دا هغه وخت وو چي مالي کړکېچ پکي راوټوکېدی. اوس دی غواړي چې د خپلې پخوانۍ مشري ځای ناستی او په دې توگه د آلمان لومړی وزير سي. خو په دغه سيالي کې ښايي انډول نه وي. داسې برېښي چي شتاينبروک ډېر شا ته دی.

احصائيه جوړوونکي ده ته د لومړۍ وزيري په پرتله کم چانسونه ورکوي. د دې له پاره ډېر دلايل هم سته. مېرکل د خپل قدرت اوج ته رسېدلې ده، ګوند ورسره ملګرتيا کوي او د يورو او پورونو په مديريت کې دا د بروکسل په سياست کي مخکښه ده. ډېری آلمانيان هم دې ته په درنه سترګه ګوري. سوسيال ديموکرات ګوند او شتاينبروک بيا له دفاعي حالته څخه ور درومي او ورسره مقابله نه سي کولای.

د رسنيو کارپوه، کريستوف موس وايي چې سوسيال ديموکرات ګوند «هر هغه څه وايي چې ښه نه دي روان.» خو دا له دې کبله د خلکو نه خوښيږي چې «آلمانيان په اوس وخت کې ډېر راضي دي.» رايه ورکوونکي د دې پر ځای غواړي پوه سي چي د ټاکنو د ګټلو په صورت کي به شتاينبروک او د هغه ګوند کوم مثبت بدلونونه راولي.

د شرويدر اجنډا له مېرکل سره مرسته کوي

شتاينبروک او سوسيال ديموکرات ګوند رايه ورکوونکو ته ډېر څه لري. خو هغه شی چي د ډېرو نه خوښيږي هغه د ګېرهارد شرويدر د اصلاحاتو مجموعه ده چي د «اجنډا۲۰۱۰» نوم ورکړل سو. شرويدر تر مېرکل دمخه د آلمان لومړی وزير وو. دغه اجندا کارپوهان د ننني آلمان د غښتلتيا بنسټ بولي. دا په داسې حال کي چي د پورونو نړيوال کړکېچ لا دوام لري. د «اجنډا۲۰۱۰» په دغو اصلاحاتو سره د سوسيال ديموکرات ګوند يوه غړي د ټولنيزو مرستو کچه راکښته کړه، سره له دي چي خپل ګوند ورسره مخالفت درلود. د ټولنيزو مرستو له پاره ونډي لوړي شوې، د بې کارۍ پيسې کمې سوې او د تقاعد عمر لوړ سو چي په دې ترتيب دولت ته ګټه ورسېده او پر کارګرانو باندې فشار زيات سو. له دې کبله ډېر شمېر خلک له سوسيال ديموکرات ګوند څخه ووتل او په ټاکنو کي يې برخه وانه خيستله.

د سوسيال ديموکرات گوند وجداني ستونزي

نن سبا د آلمان سوسيال ديموکرات ګوند وجداني ستونزي لري. دغه خبره ايدګار وولفروم کوي. نوموړی تاريخپوه چي په هايدلبېرګ پوهنتون کي دنده تر سره کوي د شرويدر دورې ته يې ژوره کتنه کړې ده. وولفروم وايي چي «اصلي ستونزه دا ده چي سوسيال ديموکرات ګوند پخپله د خپلې حکومتوالۍ له لاسته راوړنو څخه فاصله نيولې ده.»

وولفروم دغه حالت له هغه سياست څخه د مشروعيت اخيستل بولي چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۵ کلونو په منځ کې يې کړی دی. پېر شتاينبروک د ټولنيزو اصلاحاتو د دغو تدابيرو پلوی پاته سوی دی چې په ټولو ګوندونو کي ورته بديل نه وو موجود. د تعجب خبره دا ده چي دغه اصلاحات د مدني ګوندونو په منځ کي يعنې د مسيحي ديموکرات او ليبرال ديموکرات ګوندونو په منځ کي نسبت و سوسيال ديموکرات ګوند ته زيات ملاتړ لري. انګلا مېرکل تر ننه پوري له دې څخه ګټه اخلي چي سوسيال ديموکراتانو دولت د کړکېچ له پاره چمتو کړی دی.

د «منځ» پر سر شخړه

د سوسيال ديموکرات او مسيحي گوند په ټاکنيز پروگرام کي اختلافات موجود دي. د بېلگي په توگه سوسيال ديموکرات گوند داسي قانون جوړول غواړي چي په آلمان کي د هر کارگر د يوه ساعت حق الزحمه حد اقل ۸،۵ يورو وي. خو مسيحي ديموکرات گوند د دې مخالفت کوي.

خو د دواړو گوندونو تر منځ زيات مشترک ټکی هم سته. د بېلگي په توگه د جاپان په فوکوشيما کي تر اټومي فاجعې وروسته د دواړو گوندونو دريځ يو دی. هغه دا چي دواړه گوندونه غواړي چي له اټومي لاري د برېښنا توليد ته د پای ټکی کښېږدي.

د آلمان دواړه لوی گوندونه په دې هڅه کي دي چي هغه رايه ورکوونکي د ځان له پاره وگټي چي سياسي نظر يې منځنی دی. يعنی نه و ښی اړخ ته او نه هم کيڼ اړخ ته زيات تمايل لري.

خو دواړه گوندونه چي له کومي ستونزي څخه تر ټولو زياته بېره د رايي نه اچونکوو کسانو په برخه کي ده. د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کي د بېلگي په توگه په آلمان کي د رايي حق درلودونکو۷۰ سلني خپلي رايي کارولي وې. دېرش سلنه هغه کسان چي رايي اچولو ته زړه نه ښه کوي د ټولو گوندونو په تاوان تمامېدلای سي.