1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدگۍ بهیر پيل شو

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۲ آبان ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون وایي چې د ولسمشريزو ټاکنو د ليسته لیرې شوو نوماندانو اسنادو او راټولو شوو کارتونو به له سره کتنه وشي. دغه خبره په هغه غونډه کې وشوه چې نوماندانو پکښې خپل شکایتونه څرگند کړل.

https://p.dw.com/p/1AAtl
انځور: DW/K. Omeyd

د ټاکنو دشکاياتو کميسيون د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر دریمه) د هغو ١٧ تنو نوماندانو شکايتونه په ښکاره توګه واوريدل چې د ۱۳۹۳ لمريزکال ولسمشريزو ټاکنو ته له بر رسۍ وروسته له ليسته ايستل شوي دي.

د ټاکنو دخپلواک کميسيون د اسنادو له مخې ډيرى نوماندان د ١٠٠زره کارتونو د نه پوره کيدو له کبله او دوه تنه په دې نامه چې د بل هیواد تابعت لري له ليسته ايستل شوي دي.

دوه تنه نوماندان داود سلطان زوې او بسم الله شير چې د بل هیواد د تابعيت درلودلو له کبله يې نومونه د ولسمشريزو ټاکنو له لومړي نوملړ څخه لیرې کړای شوي دي وايي چې د دوی ټول کارونه اصولي دي او دوهم تابعيت يې لا له وړاندې رد کړى دى.

همدا راز دغه کسان وايي چې د دوى د اسنادو او کارتونو په کتو کې پراخې درغلۍ تر سره شوي دي چې د شکاياتو له کميسيون څخه يې د بيا څيړنې غوښتنه کوي.

شکايت کوونکي وايي د ټاکنو خپلواک کميسيون په لومړيو کې ورته ويلي وو چې تر نتيجو وروسته به هغوى ته خبر ورکوي چې خپل دلايل او نور اسناد وړاندې کړي خو هغسې ونه شول او په پټه توګه يې هر څه څيړلي دی چې دوى ته د قناعت وړ نه دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د شکايتونو کميسيون مشر عبدالستار سادات وايي چې دغه کميسيون به د ټولو اسنادو او کاروتونو څيړنه په ډيره شفافه توګه يو ځل بيا د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره تر سره کړي چې پايلې به يې قناعت بخښونکې وي.

سادات وايي د دوى د څيړنې پر مهال به د نوماندانو څخه هم يو يو کس موجود وي تر څو دغه پروسه په شفافه او عادلانه توګه وڅيړل شي.

دشکاياتو د کميسيون مشر وايي تر ټولو څيړنو وروسته به دخپل کار پايله د رسنيو پر وړاندې اعلان کړي.

د ١٣٩٣ لمريز کال ولسمشريزو ټاکنو ته ٢٧ تنو ځانونه نومولي وو خو یو تن نوماند له خپلې نوماندۍ تیر شو او تر هغې وروسته د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا تر څيړنو وروسته په لومړني ليست کې لس تنه پر شرايطو برابر او د ۱۶ تنو نومونه د ولسمشریزي ټاکنو د نوملړ څخه لیرې کړای شول.