1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټايمز: په افغانستان کي د طالبانو د عملياتو اکمالات ISI کوي

۱۳۸۸ فروردین ۶, پنجشنبه

نيويارک ټايمز د چارشنبې په ورځ د امریکا د متحده ايالاتو د حکومت د باخبره سرچينو په قول ليکي چي د افغانستان په جنوب کي د طالبانو يا د نورو تند لارو ملېشه يي ډلو د عملياتو تنظیماتي او اکمالاتي چاري د ISI په لاس کي دي...

https://p.dw.com/p/HK7v
د افغانستان پولي ته نږدې د پاکستان په سيمه کي د تروريستانو د روزلو يو مرکز
د افغانستان پولي ته نږدې د پاکستان په سيمه کي د تروريستانو د روزلو يو مرکزانځور: AP

ټايمز کښلي د پاکستان د استخباراتي څانګيISI له خوا دوي ته نه يوازي پیسې، سلاوي او نور اکمالاتي اړتیاوي برابريږي، بلکي ددوي د عملیاتو پلاونو نه او ستراتيژي طرحي هم دISI په لاس کي دي.

داچي نيویارک تايمز د غه خبر دکوم امریکايي مامور د خولې څخه کوي، په دې اړه ويل سوي چي خبر په دې شرط ترلاسه سوي چي د اطلاع ورکولو د نامه د اخيستلو څخه به ډډه کیږي.

نيويارک تايمز داهم ليکي چي په دې هکله مستندي بېلګي او شواهد شته دي چي د پاکستان د استخباراتي څانګيISI باصلاحيته کار پوهان په منظم ډول سره د طالبانو دقوماندانانو سره ګوري او هغوی ته په دې اړه سلا مشورې ورکوي چي دوي خپل عملیات په څه ډول سره په افغانستان کي سرته ورسوي. څه وخت او چيري بايد خپلو عملیاتو ته زور ورکړي او چيري يې بايد کم کړي .

د امريکا دمتحده ایالاتو مطلع مامور د نيويارک تايمز ورځپاڼي ته واي چي امریکايانو دغه معلومات د بريښنايي څارونکو وسايلو او معتمدو شواهدو له لاري تر لاسه کړي دي. که څه پاکستاني مقاماتو نيویارک ټايمز ته ویلي دي چي دوی هم موثق او مستند اسناد په لاس کي لري چي په افغانستان کي دوی مقاومت او پاڅون ته لمن نه وهي.

د پيښور سره نژدې د قومي ملېشې يوه ډله چي د ځايي طالبانو په وړاندي را ولاړ سوي
د پيښور سره نژدې د قومي ملېشې يوه ډله چي د ځايي طالبانو په وړاندي را ولاړ سويانځور: AP

پاکستاني مقامات وايي چي په افغانستان کي د طالبانو او نورو ملېشه يي ځواکونومقاومت د 2001 ميلادي کال د پای راهيسی د امریکايانو په پوځي مداخلې سره پيل سوی دی.

د ملګرو ملتونو په يوه وروستي راپور کي ويل سي چي په افغانستان کي ورځ تر بلي مقاومت ډيري او ښايي په دې مياشتو کي نوره هم وضع خرابه سي.

د امریکا دمتحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړوند د خپلي نوي ستراتيژي طرحي په درشل کي په لومړي سرکي دا پریکړه کړې چي افغانستان ته 17000 نور عسکر هم واستوي چي په دې توګه به ددوی د عسکرو شمېر ټول 55000 ته ورسیږي او دوي به د نورو هيوادونو د هغه عسکرو سره يوځاي سي چي د نړيوال سوله ساتي ځواکISAF په نامه په افغانستان کي د ناټو تر قومانداني لاندي عملیات کوي دسولي او ثبات په لاره کي خپله ونډه تر سره کړي.

پخپله د پاکستان حکومت تر اوسه څو څو واري داخبره رد کړې چي دوی په افغانستان کي د طالبانو ملاتړکوي.

RTRE / ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل