يو پر څلورم فاينل ته د هالند او کوستاريکا بريا
هالند د نړيوال جام په يو پر اتم فاينل کي مکسيکو ته دوه يو ماته ورکړه او کوستاريکا بيا يونان په پينالټيو کي له لوبو وايست.
هالند د مکسيکو پر وړاندي
د هالند او مکسيکو تر منځ لوبه په لومړۍ نيمايي کي داسي پيل سوه چي د مکسيکو لوبډله ډېره پياوړې ښکارېده او هالند تقريباً د گټلو چان نه لاره. خو په دوهمه نيمايي کي يې لوبه کنترول کړه.
د دغو دواړو يعني مکسيکو او هالند ترمنځ د لوبي په ورځ ۳۰ درجې گرمي وه او اروپايي لوبډلي چي له دغه شان هوا سره ډېر لږ مخامخيږي سختي ستونزي لرلې.
هالند د دغي لوبي په لومړۍ نيمايي کي ښه نه ولوبېد او مکسيکو ته يې ډېر وخت ورکړی وو. لوبه ترډيره ځايه په سنټر کي روانه وه.
په دغه لوبه کي داسي گرمي وه چي په لومړي وار په يوه نړيواله لوبه کي د څښلو له پاره وقفه ورکول کېده.
د مکسيکو لوبډله وتوانېده چي د لوبي د دوهمي نيمايي په لومړي سر کي د هالند لوبډلي ته يو گول ورکړی او لوبه په خپله گټه روانه کړي.
د مکسيکو ترينر هيريرا د لوبي په جريان کي ډېر فعال وو خو دغه فعاليت او خوشالي يې ډير دوام نه وکړ.
د لوبي په ۸۸ دقيقه کي هالندی لوبغاړي سنايدر تر يوه کارنر وروسته لوبه يو يو مساوي کړه او هونترلا بيا د مکسيکو د گول مخ ته په فول وهلو سره لوبه يوه دوه په خپله گټه روانه کړه. په دې سره نور اضافي وخت ته اړتيا پيدا نه سوه او هالند يو پر څلورم فاينل ته ووت.
کوستاريکا او يونان
په يو پر څلورم فاينل کي د هالند مقابله ډله هم تيره شپه معلومه سوه. کوستاريکا له يونان څخه په پينالټيو کي لوبه پنځه درې وگټله او يو پر څلورم فاينل ته ووت.
يونان په دغه لوبه کي تر گروپي لوبو ښه وځلېد خو په اخير کي يې لوبغاړي لږ ستړي معلومېدل.
د لوبي په دوهم نيمايي کي کوستاريکا گول وواهه چي په دې سره نو پر يونان باندي فشار نور هم زيات سو. کوستاريکا لومړی وار دی چي د نړيوالو لوبو يو پر څلورم فاينل ته لاره مومي.
لوبه هغه ههال نوره هم جالبه سوه چي د کوستاريکا يوه لوبغاړي ته سور کارت ور وښوول سو او د يونان فشار نور هم ډېر سو.
د لوبي په وروستي اضافي وخت کی يونان په دې وتوانېد چي يو گول ووهي او لوبه يو يو مساوي روانه کړي. په دې سره نو يانان او کوستاريکا لوبډلي ته نيم ساعت اضافي وخت ورکړل سو خو بيا هم دواړي لوبډلي مساوي پاته سوې.
په پينالټيانو کي د کوستاريکا لوبډلي گولکيپر ښه وځلېد هغه يوه پينالټي را وگرځوله او د دغي لوبډلي يوه بل لوبغاړي بيا وروستۍ پينالټي گول کړه، په دې سره نور يونان له لوبو ووت او کوستاريکا په يو پر څلورم فاينل کي له هالنډ سره لوبيږي.