يو شمېر افغانان مړو ته سپکاوي په غوسه کړي دي
۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبهد دغو انځورونو خپریدو یو وار بیا د افغانستان په دننه کي له حکومته نیولي بیا تر ولسي خلکو پوري د ډیرو غوسه را پارولې ده.
افغان حکومت د امریکايي عسکرو او د هغوی د افغان همکارانو له لوري شوی عمل نه بخښونکی جنایت بللی دئ.
لاس انجلس ټایمز ویلي دي چي دا انځورونه د زابل په ولایت کي د امریکایانو په یوه مرکز کي اخیستل شوي دي.
که څه هم دغه بږنونکي انځورونه د امریکايي سرتیرو له لوري لومړی عمل نه دئ خو انګیرنه دا ده چي د کابل او واشنګټن اړیکو ته زیان رسولای سي. او هغه هم په داسي وخت کي چي دغه دوه متحدین پر یوه اوږد مهالي ستراتیژیک سند کار کوي.
د امریکا دفاع وزیر ليون پنيتا ددغه عمل له کبله بخښنه غوښتې ده او د سمدستي تحقیقاتو امر ئې کړی دئ.
پنیتا ویلي چي دوی د دغي پیښي په اړه جدي پلټني پيل کړي دي او په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الین یوې ډلي ته دنده سپارلې ده چي په اړه ئې تحقیقات پيل شوي دي.
په کابل کي د ناټو یوه ویاند جنرال جکوپسن هم ویلي دي چي د دوی عمومي قوماندان جنرال جان الین د پیښي د څرنګوالي او مړو ته دسپکاوي په اړه د پلټنو امر کړی دئ.
«موږ به د تحقیقاتو تر پایه پوري صبر وکړو، چي پایلي ئې څه وايي، جنرال الین په سیمه کي د تحقیقاتو د پيل امر ورکړی دئ، او موږ په دې پوهیږو چي د دې عمل په اړه د خلکو احساسات څه ډول دي».
له ارګ څخه په یوه خپره شوې وینا پاڼه کي دا عمل غندل شوی دئ او پکښي د ولسمشر غوصه څرګنده شوې ده.
په دغو انځورونو کي دا وار یوازي امریکايي ستیري نه لیدل کیږي. طالبانو ته منسوب جسد د دوو افغانانو له لوري پر پښو ځړول شوی دئ، د یوه ئې د پولیسو جامي پر تن دي او بل ئې په غالب ګومان اربکی سرتیری دئ خو امریکایان ئې تر شا د خندان په حالت کي تر سترګو کیږي.
د بشري حقونو مدافعين په اوس حال کي د هغو بهرنیو سرتیرو د محاکمې شونتیا نه ویني، چي په افغانستان کي بشري سرغړوني کوی. ځکه د هغوی په وینا په ۲۰۰۱ کال کي له امریکا سره داسي تړون شوی دئ، چي د هغو سرتیري په افغانستان کي له عدلي تعقیب څخه خوندي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل