يو شمېر اروپايي هيوادونه غواړي د ګوانتنامو بنديان قبول کړي
۱۳۸۷ اسفند ۲۷, سهشنبهد اروپايي ټولني د دواړو نماينده ګانو دوينا له مخه په ليست کي هراړخيزه پوښتني دبنديانو او د هغو د راتلونکي سرنوشت په هکله سويدي. ژاک بارو د اروپايي ټولني عدلي کميساروايي: چي سربيره پردې دوي غواړي چي له بنديانو سره د امريکايانو پر اوسني او راتلونکي سلوک باندي هم وږغيږي.
نوموړي ويلي دي،چي په افغانستان کي د بګرام د بنديخانې په هکله هم ددوي ترمنځ خبري سويدي. امريکايانو په دې برخه کي اروپايانوته د نظر د ورکولو وړانديز کړيدي.بارو وايي:
هغه وړانديزچي موږ ته د بهرنيو چارو وزارت کړيدي کوم تړون نه، بلکي یوه معاهده ده چي د تروريزم په وړاندي دمبارزې اصول تعريفوي. زه په دې باوريم چي دامريکا متحده ايالات په رښتيا سره له بنديانوسره په سلوک کي یو بل فصل خلاصوي.
بارو څرګنده کړه چي ده ته دا احساس پيدا سوی دی چي امريکايان غواړي د ګوانتنامو دبنديانو پر هري قضيې باندي بيل ښه غور وکړي. او دا يي هم ناممکنه نده بللې چي بنديان پخپله د امريکا متحده ايالتونوته هم بوزي.
ايوان لانګر څرګنده کړېده چي د اروپايي ټولني لخوا داپه خپلو هيوادوکي دګوانتنامو بنديانوته دځاي ورکولو د شرط په توګه ندي ايښودل شوي، خو دا غوښتنه شويده چي پر وضعي باندي حد اکثر رڼا واچوله شي او روڼوالي پکي راوستل شي.
اوسربيره پردې د اروپايي ټولني هغه غړي چي بنديان په خپل هيوادکي مني او د هغو په هکله معلومات ترلاسه کوي بايد دامعلومات ددې ټولني نوروهيوادونوته هم ورکړي. هسپانيه، پرتګال ،اټاليا او فرانسه د هغو هيوادونو په ډله کي دي چي اصولا يي د ګوانتانامو د بنديانو منلوته چمتو والی ښودلی دی.
ژان بارو څرګنده کړېده چي له امريکايانوڅخه يي دبنديانوپه هکله د نور مهال ويش په اړه هم پوښتنه کړيده،خو ورته ويل شويدي چي پرته له يوي نيټي نه چي دګوانتنامو د زندان د تړلوله پاره د2010 کال د جنورۍ مياشت ټاکل شويده بله کومه نيټه نده ټاکل شوې.او لانګر د هغه په تکميل کي ويلي دي، چي پدې برخه کي د نورکار ګړنديتوب امريکايان ټاکي.موږ د خپلو پوښتنو ليست دوي ته ورکړي او د ځوابونو انتظار لرو او دغه ډول موږ دګډي معاهدي په هکله چي د امريکا متحده ايالات يې دکيدو هيله لري هم د هراړخيزو معلوماتو انتظار باسو.