1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان نجونو ته په بهر کي د زده کړو زمينه

۱۳۹۶ شهریور ۱۷, جمعه

یو افغان شرکت په دې هڅه او هیله دی چې افغانو نجونو او ښځو ته د ترکیې، روسیې او اروپا په پوهنتونونو کې د زده کړې فرصتونه برابر کړي. دغه شرکت چي ښځو جوړ کړی، موخه يې په ټولنه کې د نارینه وو حاکمیت را کمول بلله شوې ده.

https://p.dw.com/p/2jZHJ
Afghanistan Frauen in Kabul 1975
انځور: Getty Images/Hulton Archive/Zh. Angelov

مرجانه سعدي چې ۲۱ کلنه ده له تیر یوه کال راهیسې یې د کابل په زړه کې یو سیاحتي شرکت جوړ کړی دی. په دې سیاحتي شرکت کې اوسمهال اته ښځي کار کوي او سیاحتي خدمتونو پیرودونکو ته وړاندې کوي.

میرمن سعدي دغه شرکت له هغه وروسته جوړ کړ چې د کار موندنې او د بهرنیو هیوادونو په پوهنتونونو کې د زده کړې په هکله یې د ښځو ډیر شکایتونو واوریدل. تر اوسه پوري د هغې شرکت په دې توانیدلی چې ۳۵ مېرمنو ته د نورو هيوادونو په پوهنتونونو کې امکانات برابر کړي.

میرمن سعدي د تامسن رویترز بنسټ ته له کابل څخه په تليفوني خبرو کې وویل چې «ما درې کاله په راډيو کې کار وکړ او تل به مې دا اوریدل چې ځینې کارونه یوازي د نارينه وو له پاره وي او د داسې کارونو له پاره میرمنې مناسبې او مسلکي نه دي.» هغه زیاتوي چې له همدې امله ما پریکړه وکړه چې زه خپل شرکت جوړ کړم.

هغې زیاته کړه چې پلار او ورور یې د بانو سیاحتي شرکت د جوړولو له پاره ورته۵۰ زره امریکايي ډالر برابر کړل. نوموړې زیاتوي چې د افغانستان د ښځو چارو په وزارت کې یې ملګرو له هغې سره مرسته وکړه، څو خپل شرکت د بهرنیو هیوادونو له پوهنتونونو سره وصل کړي او له دې لاري میرمنو ته په نورو هیوادونو کې د زده کړې فرصتونه مساعد کړي.

میرمن سعدي همدا راز یادونه وکړه چې د تیر کال په ترڅ کې د هغې شرکت وکولای شول چې په ترکیه کې ۳۵ نجونو ته د زده کړې فرصت برابر کړي. هغه وايي چې اوس دوی په دې هڅه کې دي چې دغه راز هڅې روسیې او هندوستان ته هم وغزوي څو میرمنې وکولای شي په يادو هیوادونو کې د لوړو زدکړو چانس ترلاسه کړي او بل هدف يې اروپايي هیوادونه دي.

له دې پروګرام څخه برخمنه یوه هم معظمه ده چې نه غواړي خپل تخلص بربنډ کړي. هغه اوس مهال د بانو د سیاحتي شرکت له لارې د ترکیې په پلازمینه استانبول کې د ژورنلیزم په څانګه کې زده کړو ته چمتو والی نیسي. د بانو په نامه دغه سیاحتي شرکت د معظمې له پاره د هغې ویزه، د سفر اسناد او په پوهنتون کې د هغې د داخلي چارې په ښه او ټیټه بیه پرمخ وړي دي.

معظمې ويلي دي: «ما تل غوښتل چې لوړي زده کړې وکړم خو نه پوهیدلم چې څنګه دغه کار وکړم.» هغه زیاتوي چې د استانبول په یوه پوهنتون کې د هغې داخله په۵۰ سلنه تخفیف سره مرجانې ورته برابره کړې ده.

د نړیوال بانک د یوه رپوټ په حواله، په افغانستان کې ۷۶ سلنه داسي میرمنې بې سواده دي چې سنونه یې تر ۱۵ کلنۍ لوړ دي. که څه له ۲۰۰۱م کال را وروسته چي د طالبانو سخت دريځه رژیم نسکور شوی، افغان میرمنو او نجونو دا حق ترلاسه کړی چې ښوونځیو ته ولاړي شي، رای وکاروي او کار وکړي. بل لوري ته بیا د افغانستان اقتصادي او امنیتي کړکیچ هم د میرمنو او نجونو د زده کړو په مخکې یو لوی خنډ ګڼل کیږي.

سربیره پر دې د روان کال په می میاشت کې په افغانستان کې د میرمنو له خوا مدیریت کیدونکي لومړني تلویزیون هم په خپرونو پیل وکړ. په دې تلویزیون کې د خپرونو له چمتو کوونکو تر وړاندې کوونکو ټولې میرمنې کار کوي. د دې ترڅنګ یوې بلې افغاني پیلوټې ښایسته واعظ هغه وخت د نړیوالو او رسنیو پام ځان ته واړاوه چې د لومړنۍ افغان میرمنې په توګه په خپله یوه کوچنۍ الوتکه کې يې د نړۍ ډيرو هیوادونو ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې میرمن سعدي په بهرني هیواد کې زده کړې نه دي کړي او یوازې هندوستان او ترکیې ته یې سفرونه کړي. هغه هیله منه ده چې ډیر ژر به هغه هم د نورو نجونو په څیر یوه بهرني هیواد ته د لوړو زده کړو په موخه ولاړه شي او خپل نوی کاري ژوند پیل کړي.

هغې په پای کې وویل چې «د خپل سیاحتي شرکت له لاري، زه په پام کې لرم چې د راتلونکو دوو کلونو په اوږدو کې زه د سوداګرۍ او مدیریت په برخه کې لوړي زده کړې وکړم.» هغه زیاتوي چې یا هندوستان او یا هم ترکیې ته د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره چمتو والی نیسم.