1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو خاوند خپله ښځه د ميراث پر سر لانجه کي ويشتلې

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

هغه مېرمن چي په هرات کي د خپل مېړه له خوا ويشتل سوې او د هرات په روغتون کي بستر ده، د حکومت څخه يې مېړه ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/Qpae
قندي ګلي لس کاله د مخه د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کي ددغه سړی سره واده کړی او اوس څلور زامن او يوه لور لري.
قندي ګلي لس کاله د مخه د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کي ددغه سړی سره واده کړی او اوس څلور زامن او يوه لور لري.انځور: DW

د افغانستان په لويديځ کي د بشر د حقونود کمېسيون مسؤولين وايي چي په دغه ولايت کي په تيرعيسوي کال کي د بشر د حقونو څخه د سرغړوني پيښي ۵۰ په سلو کي ډيري سوي دي.

۲۷کلنه قندي ګله، دوې اونۍ د مخه د خپل مېړه له خوا د توپک د ډزو په وسيله سخته زخمي سوه.

دغه ځوانه ښځه وايي چي ددې ميړه د هغي څخه غوښتل چي خپل ميراث د وروڼو څخه واخلي، خو دې نه غوښتل په دې اړه د خپلو وروڼو سره خبري وکړي.

پس له دي چي د هغوی تر منځ لفظي شخړه رامنځته سوه مېړه يي په کور کي پرته غيرقانوني وسله راواخيسته او خپله مېرمن يې وويشتل، چي په نتيجه کي دغه مېرمن سخته زخمي سوه.

قندي ګل وايي: « يوه شپه مي وروڼو يوسلولس زره افغانۍ راوړي او وريې کړې څو ورځي پس زه د اتو ورځو لنګه وم ، مېړه مي توپک راواخيستی چي ولاړ سي او وروڼه مي ووژني، ما دهغه مخه ونيوله چي زما وروڼه مه وژنه او بيا يې پر ما باندي ډزي وکړي.»

قندي ګلي لس کاله د مخه د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کي ددغه سړی سره واده کړی او اوس څلور زامن او يوه لور لري.

ددې ښځي د کورنۍ يو شميرغړي د دولت څخه غواړي چي ددغه کار عامل ته دي سزا ورکړي.

د هغې ورور شير آقا وايي: «د محل شورا فيصله وکړه چي دغه يوسلو لس زره افغانۍ ده ته ورکړو. دوی دواړو دغه خبره ومنله. خو مېړه يي پرهغې ډير ظلم کاوه او د ميراث دعوه يي وکړه.»

د قندي ګلي مور وايي: «يوه ورځ کورته ورغلم چي د هغي احوال ونيسم، زما لورته يي وويل که ستا مور په دغه کار کي مداخله وکړي وژنم يي. بيا مي هم هر څه وزغمل. خو يوه ورځ په کور کي آرامه ناسته وم چي خبر راغی: هغه قندي ګله په مرمۍ وويشته او مړه سوه. ۱۹ شپي کيږي چي په روغتون کي ورته ناسته يم، اوس نو ډاکټران هم وايي چي دلته يې درملنه نه کيږي بايد خارج ته انتقال سي.»

د هرات پوليس وايي چي د دغي مېرمني خاوند نيول سوی او همدااوس د هرات په زندان کي دی.

د بلي خوا د هرات ولايت د بشري حقونو د کميسيون مسؤول سيد عبدالقادر وايي چي د ښځو په مقابل کي د زورزياتي او بشر د حقونو څخه د سرغړوني پيښي د ۲۰۰۹ کال په مقايسه په ۲۰۱۰ کال کي۵۰ په سلو کي ډيري سوي دي.

هغه زياتوي چي دغه کميسيون دغه ډول پيښي د هيواد په عدلي او قضايي ارګانونو کي تعقيبوي او هڅه کوي چي د دغسي کارو عاملينو ته د قانون له مخه جزا ورکړل سي.

د ښځو په مقابل کي زورزياتی ، په زور سره ودونه ، د کورنۍ د عزت د ساتلو په خاطر د ښځو وژل ، د اشياوو په مقابل کي د ښځو خرڅول او د هغوی مجبورول و ځان سوځوني ته. دا ټولي هغه پيښي دي چي د افغانستان د بشر د حقونو د کميسيون مسؤولان د هغو له امله انديښمن دي.

هوشنگ هاشمي/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل