1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو تنکی افغان د شپږو کلونو راهيسي د ګوانتنامو په بند کي پروت دی

۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

محمد جواد شپږنيم كاله مخكې په يوه بمي بريد كې د لاس لرلو په تور د افغانی پوليسو له خوا ونيول شو، او امريكايي پوځيانو ته وسپارل شو چې له هماغه وخته په ګوانتنامو كې د بند شپې ورځې سبا كوي...

https://p.dw.com/p/I628
د محمد جواد كورنۍ وايي نوموړى د نيول كېدو په وخت كې دوولس كلن و، هغه له خپل ټاټوبي پكتيا ولايت څخه د كار و بار لپاره كابل ته راغلى و
د محمد جواد كورنۍ وايي نوموړى د نيول كېدو په وخت كې دوولس كلن و، هغه له خپل ټاټوبي پكتيا ولايت څخه د كار و بار لپاره كابل ته راغلى وانځور: AP

د بشری حقونو له خپلواك كميسيون د سې شنبې په ورځ په کابل کې وويل چې يو افغان هلک له شپږو کلونو راهيسې د ګوانتانامو په پوځې زندان کې پروت دی.

په ده باندی دا تور دی چې د 2002 زيديز کال د دسامبر په مياشت کې يي په کابل کې د امريکې د متحدو ايالتونو په يوه پوځی جيپ موټر يو لاسی بم ورغورځولی دی چې په پايله کې يي دوه امريکليي سرتيری او ددوی افغان ژباړونکی ټپيان شول.

د نيولو په وخت کې دﺉ يواځې د دوولسو کلو وو، نه لکه چې په رسمی پاڼو کې ويل کيږی د 16 يا 17. د بشری حقونو له خپلواك كميسيون وايي چې دده کورنۍ دده د زيږيدږ په دقيقه نيټه نه پوهيږی، څرنګه چې په افغانستان کې معمول دی. خو په 2002 زيږديز کال کې کله چې دﺉ ونيول شو لا تنکی ځوان هم نه وو. د امريکې د متحدو ايالتونو پوځ وايي چې کله محمد جواد کيوبا ته وليږدول شو 18 کلن وو. د پنتاګون وياند ګاردن وايي چې «محمد جواد په 2003 زيږديز کال کې ؛وانتامو ته وليږدول شو او هغه وخت دﺉ 18 کلن وو.» محمد جواد په 2002زيږديز كال كې د كابل د دويمې حوزې د پوليسو له خوا هغه وخت ونيول شو، چې سيمې ته نژدې د امريكايي ځواكونو پر كتار د لاسي بم بريد شوې وو او په دې بريد كې دوه امريكايي سرتېري او يو ژباړونکی يې ټپي شوي وو.

پوليسو محمد جواد په دې پېښه كې د لاس لرلو په تور ونيوه، چې بيا د وخت د كورنيو چارو وزير ته وسپارل شو، د بشری حقونو خپلواك كميسيون وايي نهه ساعته وروسته امريكايي پوځيان دغه وزارت ته ورغلل چې د وخت د كورنيو چارو وزير، محمد جواد لاس په لاس ورتسليم كړ، د كميسيون وياند وايي پرته له دې چې د جواد جرم ثابت شوى وي، يا په دې برخه كې اسناد موجود وي، تر ننه د ګوانتنامو په بند كې ساتل شويدی.

د محمد جواد كورنۍ چې څو كاله يي له هغه څخه کوم خبرنه درلود، اوس په كابل كې د بشری حقونو له خپلواك كميسيون سره اړيکی نيولی، څو ددغه کميسيون په مرسته د خپل زوى د راخوشې كولو لاره چاره ولټوی.

يو امريكايي پوځي مدافع وكيل چې د امريكا د دفاع وزارت د دفاعي كميسيون له خوا ګمارل شوى دى، د محمد جواد په قضيه كار كوي، نوموړي د افغانستان د بشری حقونو د خپلواك كميسيون په ګډون د افغانستان سترې محكمې ته د اعتراض

يو ليک سپارلې چې د افغان ولسمشر په منځګړيتوب محمد جواد له بنده خوشې كړی. د محمد جواد قضيه څه ناڅه شپږنيم كاله وروسته راسپړل كېږي.

د افغانستان د بشری حقونو د خپلواك كميسيون وياند نادر نادري وويل د امريكايي مدافع وكيل په مرسته د افغانستان سترې محكمې ته په سپارل شوې اعتراض ليک كې ويل شوي چې محمد جواد د نيول كېدو په وخت كې لا ماشوم و، ولې تر اوسه د ګوانتنامو په زندان كې ساتل كېږي. او دا په داسې حال کې چې نه د مدافع وكيل او نه د محكمې اسانتيا ورته برابره شوې ده.

د دغه كميسيون وياند نادر نادري زياته كړه په دې اعتراض ليک كې له سترې محكمې څخه غوښتنه شوې چې د حكومت په منځګړيتوب محمد جواد له بنده خوشې او افغانستان ته راوستل شي، نادري وويل د جواد په مورد كې له قوانينو او نړيوالو پرنسيپونو څخه سرغړونه شوې.

«د افغانستان سترې محكمې ته د اعتراض ليک يو ټكى دا دى چې د افغانستان له حكومت څخه په بيړنۍ توګه هيله شوې، هغه غيرقانوني كار چې په ۲۰۰۲ زيږديز كال كې شوى اوس يی اصلاح كړي او له امريكايي حكومت څخه د دې هلك د بياراستنېدنې زمينه برابره كړي، د قانون حاكميت هغه وخت هم نقض شوى او افغان حكومت په دې تېرو شپږو كلونو كې چې د دې هلك په اړه مسووليت لري، قانون نقض كړى دى، موږ له سترې محكمې څخه څيړنې غواړو، چې دا هلك ولې شكنجه شوى او قانون ولې نقض شوى دی.»

د محمد جواد كورنۍ وايي نوموړى د نيول كېدو په وخت كې دوولس كلن و، هغه له خپل ټاټوبي پكتيا ولايت څخه د كار و بار لپاره كابل ته راغلى و. د محمد جواد له مور څخه پوښتنه وشوه چې دده له زيږيدو وروسته کومه اهمه پيښه په ياد لری، دا وايي چې د محمد جواد له زيږيدو شپږ مياشتې وروسته يي پلار مړ شو. نادری رويتر ته وويل چې موږ به په دې اړه څيړنې وکړو چې دده پلار په رښتيا په خوست کې په يوه جګړه کې په 1999 کال کې وژل شویدی او که نه؟

د محمد جواد مدافع وكيل اېرېك مونټالوا چې د امريكا د دفاع وزارت د دفاعي كمېټې له خوا د دې قضيې څېړنې ته ګمارل شوى وايي د تېر زيږديز كال د مې له مياشتې راهيسې يې دغه څېړنه پيل كړې. اېرېك وويل په دې قضيه كې افغان او امريكايي حكومتونو دواړو له نړيوالو قوانينو سرغړونه كړې ده.

«موږ غواړو له افغان ولسمشر سره هم وګورو، په دې اړه خبرې ورسره وكړو چې جواد ژر هېواد ته ستون کړای شي، زه د خپلې ډلې په استازيتوب دا وايم ، جواد چې هره ورځ په زندان كې تېروي، لكه موږ چې يې شپږ كاله په بهرني ماحول كې تېر كړو. نړيوال قوانين پر جواد نه تطبيقېږي، ځكه هغه لا ماشوم دى، نه افغان حكومت او نه د امريكا حكومت د نړيوالو قوانينو درناوى كړى دی.»

د جواد مدافع وكيل اېرېك مونټالوا زياته كړه چې د دې قضيې حزئيات او اعتراض ليک په كابل كې د افغانستان سترې محكمې ته وسپارل، نوموړى وايي افغان چارواكو د څيړنې د دوام ژمنه كړی ده.

د بشري حقونو خپلواك كميسيون وايي چې دوی اوس هم د بګرام او ګوانتنامو زندانونو ته د ورتګ اجازه نه لري او نه شي كولاى دبنديانو او تورنو كسانو حالت ځان ته معلوم كړي. خو دغه كميسيون هيله وښوده چې د اوباما اداره به دوى ته دا زمينه برابره كړي، چې وكړاى شي په دغو زندانونو كې له ساتل شويو بنديانو او تورنو كسانو سره وګوري او ددوى له حالت ځانونه خبر كړی.

RTRD/RTRE/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل