1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو تريليون ډالره - د افغانستان بيا رغونه او ضايع

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان ۱۴ کلنه جګړه د امريکا په تاریخ کي تر ټولو اوږده جګړه ده. د امريکايي چارواکي په وينا په دغه جګړه کي د مصرف سوو ۱۰۰۰ ميلياردو ډالرو لويه برخه ضايع سوې ده.

https://p.dw.com/p/1H8lk
انځور: Getty Images/A. Wong

په افغانستان کي د امريکا د مصارفو لويه برخه د دوامداره اختلاس، خراب پلان جوړوني او ضايع سره مل وه. دا خبره د افغانستان د بيا رغاوني په برخه کي د امريکا د څار ادارې (سيگار) رئيس جان سوپکو کړې ده. هغه دا څرګندوني د چهارشنبې په ورځ (د نوامبر ۱۰مه نېټه) وکړې.

د افغانستان جګړه د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه ده چي پکښي قريبا ۲۲۰۰ امريکايان وژل سوي دي. په دغه جګړه کي امريکا تقريبا يو تريليون (۱۰۰۰ ميليارده) ډالره مصرف کړي دي. که دغه پيسې د افغانستان پر ۳۰ ميليونه نفوس ووېشل سي نو د هر افغان پر سر۳۳۳۰۰ ډالره مصرف کړی دی.

«دوامداره چلينجونه»

د جان سوپکو په وينا د افغانستان بيا رغونه له لويو خنډونه او «دوامداره چلينجو» سره مخامخ وه او ده. نوموړي زياته کړې ده چي د څو ميليونو ډالرو په لګښت د غير ضروري ودانيو د جوړونې څخه نيولې بيا د افغانانو تر منځ د شيريني او رشوت ورکولو پوري خنډونه موجود دي.

سوپکو ويلي: «هره هڅه چي موږ په افغانستان کي کوو هغه له اداري فساد سره مخامخ وي.» سوپکو دا څرګندوني په يوه داسي وينا کي کړي چي متن يې د روډه آيلنډ د براون پوهنتون ته سپارل سوی دی.

د سيگار ادارې رئيس خبرداری ورکړی چي «که موږ غواړو افغانستان به پر خپلو پښو ودريږي او ښېرازه به سي، او هغه لاس ته راوړني چي موږ درلودلي تر زياته وخته پاته سي، نو بايد په افغانستان کي د اداري فساد پر ضد په سمه توګه مبارزه وسي.»د ګازو د يو پمپ لګښت ۴۳ ميليونه ډالره

د سوپکو اداره له زیات وخت راهيسي په افغانستان کي د امريکايي مصارفو پر څرنګوالي نيوکي کوي. دغې ادارې روانه مياشت داسي معلومات خپاره کړل چي د امريکا پوځ د ماليه ورکونکو امريکايانو په پيسو په ۴۳ ميليونه امريکايي ډالرو د افغانستان په شمال کي د گازو يو داسي پمپ جوړ کړی چي په اصل کي يې لګښت بايد ۵۰۰ زره امريکايي ډالره وای.

سوپکو په هلمند کي په لېترنيک کمپ کي د يوې لويي قومندانۍ يا مقر جوړونه هم د بېلګي په توګه ياده کړې. دغه لوی مقر په ۲۰۱۰م کال د طالبانو پر ضد د عملياتو د انسجام له پاره جوړ سو.

دا په داسي حال کي ده چي عمومي قومندان د دغه مرکز تر بشپړېدو دمخه لا ويلي ول چي اړتيا ورته نسته. د سوپکو په وينا خو يو بل جنرال د عمومي قومندان دا غوښتنه رد کړې وه چي د مرکز جوړېدل دي بند سي، ځکه چي دغه جنرال دا دليل وړاندي کاوه چي د دغي پروژې له پاره کانګرېس تر مخه لا لګښتونه منظوره کړي دي.

د سوپکو په وينا د هلمند د دغه مرکز د تعميراتي کارونو د پر وخت نه درول کېدو له کبله ۳۶ ميليونه ډالره مصرف سول چي په دغه قضيه کي اړونده جنرال لا تر اوسه مسئول نه دی نيول سوی.«د تعمير سوؤ ښونځيو شمېر نه دی معلوم»

د سيګار ادارې زياته کړې چي د USAID اداره په دې کي پاته راغلې چي ووايي په تيرو لسو کالو کي يې په افغانستان کي څو ښوونځي جوړ کړي او کومي تعليمي لاس ته راوړني يې درلودلي دي.

د سوپکو په وينا محدودو امکاناتو ته په کتو سره که امريکا د افغانستان د بيارغوني بوديجه راکمول وغواړي، نو حد اقل بايد په دې هکله معلومات موجود وي چي کومي پروژې زياتي بريالۍ دي او کومي نه.

د سيګار ادارې د رئيس په وينا: «موږ بايد په دې پوه يو چي افغانان څه شي ته اړتيا لري او له څه شي کار اخيستلای سي، خو ظالمه ملنډه او مسخره خو دا ده چي موږ افغانانو ته هغه څه ورکوو چي هغوی کار ورڅخه نه سي اخيستلای، که هغه بې ښوونکي ښوونځي دي او که بې درملو بې ډاکټره او بې نرسانو روغتونونه دي.»

سوپکو د ۲۰۱۲کال راهيسي د سيګار ادارې رياست په غاړه لري. هغه د امريکا د حکومت تر څنګ د افغانانو او نورو دولتونو تر منځ هم د افغانستان د بيا رغونې به ترڅ کي د نه همږغۍ ستونزي ته په څو څو واري ګوته نيولې ده.

سيګار د ۲۰۱۲ کال راهيسي ۱۳۶ راپورونه خپاره کړي دي. د دغې ادارې د وياند وارن راين په وينا امريکا په افغانستان کي تر ۱۰۰۰ ميليونو ډالرو پوري سپما کولای سوای.

د سيګار دغه راپورونه دا روښانه کوي چي په افغانستان کي د حکومتدارۍ د بهتره کولو په ترڅ کي امريکا د څه ډول لويو ننګونو سره مخامخ ده.

په افغانستان کي د بيا رغونې زیاتره پروژې بې کفايته بلل کيږي
په افغانستان کي د بيا رغونې زیاتره پروژې بې کفايته بلل کيږيانځور: DW/I. Spesalai
اختلاس او فساد د افغانستان د لويو ستونزو څخه دي
اختلاس او فساد د افغانستان د لويو ستونزو څخه ديانځور: picture-alliance/Ton Koene