1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو افغان خپله لس جريبه مځکه دولت ته ورکړه

۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د همدې مسووليت د ادا كول په موخه د كابل ولايت د فرزې ولسوالۍ اوسيدونكى خپل شخصي ملكيت لس جريبه ځمكه د ښوونځيو، سړك، د څارويو د كلينيك او د ولسوالۍ د ودانۍ د جوړولو لپاره په وړيا توګه د دولت په واك كې وركړيده.

https://p.dw.com/p/I62Z
محسن اختريانځور: Anwar Barypal

د دغې ځمكې بيه اته ميليونو افغانيو ته رسيږي. اوس په دغو ځمكو باندې د څارويو يو كلينيك، د ولسوالۍ ودانۍ او يو ښونځى جوړ شوي چې د ولسوالۍ د خلكو ډيرې ستونزې يې حل كړي.

د فرزې د ولسوالۍ خلك د دغې ولسوالۍ د اوسيدونكي محمد محسن اختري له دغې مرستې څخه ډيره ستاينه كوي.

د كابل ولايت د فرزې ولسوالۍ يو تن اوسيدونكى د يو بې ساري اقدام په ترڅ كې د نوموړې ولسوالۍ د ټولګټو خدمتونو د بنسټونو د جوړولو لپاره خپل د ملكيت لس جريبه ځمكه دولت ته په وړيا توګه وركړيده چې په نوموړې ځمكه كې د فرزې د ولسوالۍ ودانۍ ، دوه ښوونځي ، سړك او د څارويو يو كلينيك جوړ شوي.

د نوموړې ځمكه ټوليزه بيه اته ميليونو افغانيو ته رسيږي. محمد محسن اختري چې د ټوليزو خدمتونو د وړاندې كولو ليوالتيا لري سره لدې چې كوم پانګه وال ندى وايي چې: لدې اقدام څخه يې موخه دا وه چې د فرزې د ولسوالۍ په بيارغونه كې خپله شخصي ونډه تر سره كړي.

محسن اختري وايي چې : دا چې پخپله وګړي د خپل كلي او ولسوالۍ په بيارغونه كې ونډه واخلي دا د بيا رغونې په بهير ډيره اغيزه كوي او يو شمير خلك چې د مرستې كولو توان لري هڅوي تر څو ورته اقدام تر سره كړي ، دى هيله څرګندوي كه چيرې د ښه اقتصاد درلودونكي افغانان د خپل كلي او ولسوالۍ په بيارغونه كې ونډه واخلي د افغانستان ټول ماشومان به وكولاى شي ښوونځيو ته ولاړ شي او خلك به وكولاى شي په كليو كې روغتيايي او نورو ټول ګټو خدمتونو ته لاسرسى پيدا كړي.

د فرزې د ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس عبدالولي د محسن اختر ي دغه اقدام ستايي او وايي چې د فرزې د ولسوالۍ ټول خلك له دغه اقدام څخه ستاينه كوي.

د فرزې ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر وايي چې: له دغه اقدام څخه د مخه د ولسوالۍ خلك د روغتيا ، ښوونې روزنې او د اداري چارو په برخو كې له ډيرو ستونزو سره مخامخ ؤ خو د دغو ځمكو په وركړې سره د دغو ستونزو كچه راټيټه شويده، عبدالولي زياتوي چې د فرزې په ولسوالۍ كې نجونې نشوې كولاى په لنډ واټن كې ښوونځيو ته ولاړې شي په همدې توګه ځينې نورې ستونزې هم موجودې وې ، له دې كبله چې په نوموړو ځمكو باندې د ټول ګټو خدمتونو اړوندې ودانۍ جوړې شوې د فرزې د ولسوالۍ د اوسيدونكو په ژوند كې يو مثبت بدلون رامنځ ته شو.

د اقتصادي كارپوهانو په آند دافغانستان د بيارغونې بهير چې د اوس لپاره د نړيوالو په مرسته ولاړه ده كه چيرې د دې هيواد وسمند اوسيدونكي هم د نړيوالو تر څنګ خپل د كلي په بيارغونه كې ونډه واخلي له يوې خوا به د بيا رغونې بهير ګړندى شي او له بلې خوا به په خلكو كې دا احساس راژوندى شي چې د دې هيواد وسمند اوسيدونكي هم دا مسووليت لري چې خپل د هيواد په بيارغونه كې برخه واخلي.


انور برى پال

کتونکی: يحيی وردک