1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو اعشاريه پنځه ميليونه شكمنې رايي په ګوته شوي

۱۳۸۸ شهریور ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان د ټولټاكنو لپاره د اروپايي اتحاديې د څارنې ماموريت لخوا نن په كابل كې يوې خبرې ناستې ته وويل چې يو اعشاريه پنځه ميليونه شكمنې رايي په ګوته شوي.

https://p.dw.com/p/Ji7f
د افغانستان د ټولټاكنو لپاره د اروپايي اتحاديې د څارنې ماموريت خبري کنفرانس
د افغانستان د ټولټاكنو لپاره د اروپايي اتحاديې د څارنې ماموريت خبري کنفرانسانځور: DW

د افغانستان د ټولټاكنو لپاره د اروپايي اتحاديې د څارنې د ماموريت مشر فليپ موغيون نن په كابل كې د يوې خبرې ناستې په ترڅ كې خبريالانو ته وويل چې د هغو څيړنو او څارنوله مخې چې د اروپايي اتحاديې د څارنې د ماموريت لخوا ترسره شوي دي نوموړې ډله د افغانستان د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون له پريكړو څخه ملاتړ كوي.

فليپ موغيون وويل چې : په ټاكنو كې درغلۍ تر سره شويدي او د دوى د څارنې پايلې دا څرګندوي چې يو اعشاريه پنځه ميليونه شكمنې رايي استعمال شويدي . دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې دوه ورځې د مخه د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون اعلان وكړ چې په ټاكنو كې د درغليو له امله د رايو لس سلنه به بياځلي وشميرل شي.

د اروپايي اتحاديې د څارنې د ماموريت مشر وويل چې په ټاكنو كې د ځينو راولاړو شويو ستونزو يو لامل هغه تګ لارې دي چې د ټاكنو د كميسيون لخوا وضع شوي ؤ او په هغو كې ځينې ستونزې دي خو په ټولو وركړل شويو رايو كې درغلي نده شوې صرف زمونږ له نظره يو اعشاريه پنځه ميليونه رايي شكمنې دي. د اروپايي اتحاديي د څارنې د ماموريت مرستيالې د شكمنو رايو په هكله وويلې چې: مونږ يو اعشاريه پنځه ميليونه رايي پيژندلي چې له دغې جملې څخه يو اعشاريه يو ميليونه شكمنې رايي حامد كرزي ته ، درې سوه زره رايې ډاكتر عبدالله عبدالله ته او دوه نوي رايي رمضان بشر دوست ته وركړل شويدي.

فليپ موغيان: شکمنې رايي به یو ځلي بیا شميرل كيږي او تقلبي رايي به له هغو څخه وايستل شي.
فليپ موغيان: شکمنې رايي به یو ځلي بیا شميرل كيږي او تقلبي رايي به له هغو څخه وايستل شي.انځور: AP

فليپ موغيون وويل چې: مونږ ټول پوهيږو چې د افغانستان د ټاكنو مشروعيت ډير مهم دى نه يواځې د افغانستان د خلكو لپاره بلكې د نړيوالې ټولنې لپاره هم د اهميت وړ ده. فليپ موغيون د ټاكنو په مشروعيت ټينګار وكړ او وې ويل چې: د افغانستان ټاكنو ته د بهرنيانو لخوا چې د اروپا اتحاديه هم په همدې كته ګورۍ كې راځې مشروعيت نه وركول كيږي بلكې بايد د افغانستان خلك ، حكومت او نوماندان په دې هكله خپل دريځ څرګند كړي چې ټاكنې مشروع وې.

د اروپايي اتحاديې د څارنې ماموريت مشر وويل چې د افغانستان د راتلونكي ولسمشر د ټاكنو په بهير كې د درغليو پيژندنه او په ګوته كول او هغو ته رسيدګې كول يو ستونزمن او مهم كار دى خو زمونږ څيړنې دا ښيي چې د شكايتونو كميسيون له ټولو رسيدلو شكايتونو څخه په ښه توګه څيړنه كوي . په همدې بنسټ د اروپايي اتحاديې د ماموريت ډله د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون له پريكړو څخه په كلكه ملاتړ كوي.

د دې پوښتنې په ځواب كې چې د افغانستان د ټاكنو د پايلو په اړوند ځينې لويډيز هيوادونه لاسوهنه كوي فليپ موغيان وويل چې : دا خبره نه مني چې د كوم هيواد لخوا د ټاكنو په پايلو كې لاسوهنه وشي او زياته يې كړه چې د اروپايي اتحاديي د ماموريت ډله نه يواځې داچې د ټاكنو د خپلواك كميسيون په چارو كې لاسوهنه نكوي بلكې هڅه كوي تر څو ترسره شوي درغلۍ په ګوته كړي.

فليپ موغيان د يو اعشاريه پنځه ميليونه شكمنو رايو په هكله وويل چې دغه رايي به كتل كيږي او بياځلي به شميرل كيږي او تقلبي رايي به له هغو څخه وايستل شي.

برى پال

کتونکی: یحیی وردک