1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو آلمانی کشيش پر ماشومانو باندي د تيري په تور نيول سوی دئ

۱۳۹۰ دی ۲۳, جمعه

د آلمان د کاتوليکانو کليسا يو وار بيا د کشيشانو له خوا د جنسي تيري قضيې لړزولې ده. په وروستۍ قضيه کي يوه آلماني کشيش اقرار کړی دئ چي د ۲۰۰۴ کال راهيسي ئې پر درو ماشومانو۲۸۰ واري جنسي تيری کړی دئ.

https://p.dw.com/p/13j4k
«دغه ماشومان د ۹ څخه تر ۱۵ کلونو پوري عمرونه لري»
«دغه ماشومان د ۹ څخه تر ۱۵ کلونو پوري عمرونه لري»انځور: picture alliance/dpa

د کشيش په خبره دغه ماشومان د ۹ څخه تر ۱۵ کلونو پوري عمرونه لري. دغه کشيش چي نوم ئې اندرياس ل ښوول شوی دئ، د نيدرزاکسن ايالت د زالڅګيتر ښار اوسېدونکی دئ. نوموړی وايي چي د ۲۰۰۴کال راهيسي ئې دغه کار کاوه. هغه دغه کارونه اکثره وخت د رخصتيو په وخت کي کول.

کشيش د براونشوايګ په ابتدايه محکمه کي وويل، کله چي ده په براونشوايګ کي کار کاوه، له يوې کونډي سره ملگری وو. خو کله چي ئې بيرته زالڅګيتر ته کډه وکړه، ددې کونډي نهه کلن زوی به له ده کره په رخصتيو راتلی نوموړي به لنډ سفرونه ور سره کول او په دغه وخت کښي به ئې جنسي تيری ورباندي کاوه.

تورن کشيش وويل چي د ده اصلي هدف دا نه و چي له نوموړي هلک سره جنسي اړيکي ولري او ده هيڅکله نه غوښتل چي زيان ور ورسوي:«ما هيڅکله دا تصور نه کاوه چي هغه دا کار نه غوښت.»

د هلک مور ويلي دي، کله چي پوه سوه چي کشيش د هغې له زوی سره ناروا اړيکي لري، هغې ځايي مقاماتو ته وويل او دغه اړيکي ئې له منځه يووړې.

خو دا خبري له هغه وروسته بيا راپورته سوې چي کشيش پر دوو نورو ورونو هم تيری کړی وو. کله چي د کشيش او د درو هلکانو تر منځ اړيکي بندي شوي وې، هغه بيا هم له دغو هلکانو سره د اړيکو د تامينولو هڅه وکړه. هغه وخت د دغو درو تنو هلکانو له ډلي څخه يو ئې ۱۷ کلن وو او خپله مور ئې خبره کړه.

د ۱۷کلن هلک مور چارواکوته مراجعه وکړه او هغوی تير کال دغه کشيش بندي کړ او د هغه محکمه پيل سوه.

په کاتوليکي کليساوو کي پر ماشومانو باندي جنسي تيری د دې سبب شوی دئ چي په آلمان کي يو شمير کسان له کاتوليکي کليساوو څخه لاس واخلي. اوس مهال په آلمان کي د کاتوليکي کليسا پر کشيشانو باندي د۶۰۰ جنسي تيريو تورونه لگول سوي دي چي د آلمان حکومت ئې د قربانيان د معالجې او تراپي له پاره۱۰۰ ميليونه يورو بيلي کړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل