يو آخيم ګاوک نن په رسمي ډول په خپل کار پیل کوي
۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبهاعلان
د المان نوی ټاکل سوی ولسمشر يوآخيم ګاوک نن په برلين کي په رسمي ډول په خپل کار پیل کوي. د ده د خبرو په آجنډا کي د بايرن د آيالت له صدراعظم سره خبري شاملي دي، چي د مؤقت وخت له پاره ئې د جمهوري رياست د مقام تشه ډکه کړې وه. سربيره پر دې به دی د مستعفي ولسمشر، کريستيان وولف سره هم وګوري. ۷۳ کلن ګاوک د يکشنبې په ورځ د المان د پارلمان او ايالتونو د نمايندګانو لخوا په لوی اکثريت، سره وټاکل شو