1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې ښځې د زمري له خولې خپل ماشوم وژغوره

آژآنسونه / ن.۱۳۹۵ خرداد ۳۰, یکشنبه

د چېغو په اورېدلو سره يو ښځه د امريکا په کولرادو کې له کوره ووتله چې خپل ۵ کلن زوی يې په داسې حال کې وليد چې د يوه غرني زمري له خوا خوړل کېده.

https://p.dw.com/p/1J9U3
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

ښځې د زمري يوه خپړه ډډې ته کړه چې ويې ليدل د زوی سر يې په بشپړ ډول د زمري په خوله کښېوتلی دی. خو ښځه په شا نه شوه. د پيټکين کاونټي د سيمې د شېريف (پوليسو ته ورته يوه دنده) مرستيال، مايکل بوګليون، دا ښځه «يوه اتله» وبلله.

د هلک سر، مخ او غاړه په قسمي ډول څيري شوي دي. د سختو ټپونو له کبله هغه په هليکوتر کې د دېنوَر يوه روغتون ته يوړل شو. دغه مور، چې خپله ورته هم ګږې او خراشونه اوښتي دي، د خپل زوی ژغورونکې بلل کيږي. دغه پېښه د جمعې په ماښام رامنځ ته شوه. پوليسي چارواکي بوګليون د «اسپن ټايمز» ورځپاڼې ته ويلي دي چې هلک سربسته د غرني زمري تر بدن لاندې پروت وو.

د زمري له خولې څخه د خپل زوی په آزادولو سره د هغه مور له زمري څخه وتښتېدله. پلار يې په دې وخت کور ته راغلی وو چې دواړه زخميان يې په موټر کې د اسپن روغتون په لور له ځانه سره بوتلل. هلک نسبتا روغ و، خو د دېنوَر ښار د ماشومانو تخصصي روغتون ته په څرخي الوتکه کې ولېږدول شو. د دېنوَر روغتون د کورنۍ د شهرت او د هلک د وضعيت په هکله له څرګندونو څخه ډډه وکړه.

زمری لا کوچنی وو

داسې اټکل کيږي چې زمری تقريبا دوه کلن وو چې په بشپړه توګه يې لا وده نه وه کړې. له پېښې څو ساعته وروسته د وحشي ژوو د څارنې چارواکو دوه غرني زمريان په سيمه کې ووژل. دغه ژوي معاينه شول څو وکتل شي چې آيا هغه وږي يا ناروغه ول يا دا چې پېښه ناببره رامنځ ته شوې وه.

د وحشي ژوو د څارنې د چارواکو په خبره د امريکا په کولرادو سيمه کې څه نا څه ۴۵۰۰ غرني زمريان ژوند کوي. دغه زمري کله نا کله د خوړو په لټه ښاري سيمو ته مخه کوي.