يوې مور خپل دوه کوچنيان ۷کاله په کور بنديان کړي ول
۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبهپه سويس او هسپانيا کي د کوچنيانو د زورولو موضوع اوس د ورځني ژوند يوه برخه گرځېدلې ده. د هسپانيا په بندري ښار اليکانته، کي پوليسو داسي يو هلک او نجلۍ آزاد کړي دي چي نژدې اووه کاله ئې د مور له لاسه په انزوا کي ژوند کاوه او له دباندي نړۍ سره ئې هيڅ تماس نه لاره.
د هسپانيا خبري آژانس (EFE) د شنبې په ورځ خبر ورکړ چي د دغو دوو ځوانانو مور چي ۴۹ کلنه سويسۍ او د هغې ۳۰ سويسی انډيوال پوليسو نيولي دي. دغه دواړه چي له ۲۰۰۹م کال راهيسي د هسپانيا په جنوب کي ژوند کوي، په کورني زورزياتي تور سوي دي.
د دغي ښځي ۱۵کلن زوی او د هغه ۱۷ کلني خور ښوونځي ته د تگ او تحصيل اجازه نه لرله. هغوی ته له دباندي سره د هيڅ شان اړيکو، تليفون او انترنيت اجازه نه ورکوله کېده. هغوی حتي ډاکټر او روغتون ته د تگ اجازه نه لرله.
دوی دواړو کله نا کله يوازي کولای سوای چي له خپل سپي سره دباندي قدم ووهي او د سودا له پاره لنډ پلورنځي ته ولاړ سي. دغي مور خپل اولادونه په مرگ گواښلي ول او په سوټو ئې وهل. ويل کيږي چي د دغو دواړو ځوانانو مشر ورور په سويس کي ژوند کوي او ښوونځي ته تللی دئ.
يووخت د دغه کور نجلۍ توانيږي چي له ټولو بنديزونو سره سره په هسپانيا کي د «آنار» په نوم موسسې ته چي له کوچنيانو سره د مرستي په برخه کي فعاليت کوي، يو برېښناليک ولېږي او هغوی بیا دغه خبر پوليسو ته سپاري او پوليس بیا د څېړنو له پاره دغه کور ته ورځي او هلته موضوع ته متوجه کيږي.
د سويس «بليک» ورځپاڼه ليکي چي دغي ښځي پوليسو ته ويلي دي چي له اولادونو سره د زورزياتي خبر دروغ دئ. خو د هغې لور پوليسو ته ويلي دي چي زورزياتی ورسره سوی دئ.
دغه ځوان هلک او ځوانه نجلۍ اوس په هسپانیا کي د ځوانانو د ساتلو مرکز ته سپارل سوي دي.
نور مطالب: