1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوځل بيا په يوې دولس کلنې نجلی جنسی تيری وشو

۱۳۸۷ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان ميندې او پلرونه بی وسه او ناتوانه ګوری چې څنګه يي په صغيرولوڼو جنسی تيری کيږی.

https://p.dw.com/p/FVfj
انځور: Bilderbox

د کابل پوليس وايي چې په يوې دوولس کلنې نجلی يي د جنسی تيری په تور، په دغه ښار کې اوه تنه نيولی دی. د پوليسو قوماندان تيره اونی وويل چې په دغې نجلی د تيري د قضيې رپوټ، دوه ورځې مخکې ده ته ورکړ شوی. دغې نجلی ادعا کړيده چې دولسو تنو ورباندې جنسی تيری کړيدی.

د کابل د پوليسو قوماندان ويلی چې د دغې قضيې نور تورن کسان د امنيتی ځواکونو تر تعقيب لاندې دی. په دوو تيرو اوونيو کې دا په افغانستان کې په تنکيو ماشومانو د جنسی تيری دوهم مورد دی چې په رسمی ادارو کې ثبتيږی؟ تر دې مخکې د افغانستان په شمال د کندز له ولايت نه يوې کورنی رپوټ ورکړ چې څلورو تنو ددوی په کوچنی لور جنسی تيری کړيدی. د کندز پوليسو وپلی چې په دې اړه يی دری کسه نيولی دی. هغه څه چې د جنسی تيری په دې دوو قضيو کې ګډ دی دادی چې تيری کوونکو کسانو لومړی خپلې قدبانيانې تښتولی او بيايی په هغو تيری کړيدی.

جنرال ايوب سالنګی په دې اړه وايي چې وروسته له دې چې له نيول شويو کسانو څڅه د څارنوالی ګرويږنې پوره شی د افغانستان د قانون سره سم به له دوی سره کړنې وشی.

د افغانستان جمهور ريس حامد کرزی هم څه موده مخکې د افغانستان په شمال کې په دی لامل چې د جنسی تيری د عاملانو په نيولو کې يي سمه پاملرنه نه وه کړی، له خپلو دندو څخه ګوښه کړل.

په ماشومانو باندې جنسی تيريو د بشری حقونو دبنسټونو جدی انديښنه راپارولې ده په افغانستان کې د بشری حقونو فعالين په دې مسأله نيوکه کوی چې د جنسی تيريو د قضيو په وړاندې د قضايي او انتظامی بنسټونو جدی عمل نه کول او د عاملينو نه مجازات کول ، ددې سبب شوی چې په افغانستان کې دغه ډول پيښې زياتې شی.