يوټيوب دغه کسان مليونران کړي
ايا يو وخت مو فکر کړی چي د يوټيوب چينل په چلولو څوک مليونر کېدلای هم سي؟ داسي کسان سته چي د يوټيوب له لاري په مليونونو ډالره ګټي. په دغه انځوريز راپور کي به پر يوټيوب تر ټولو زياتي پيسې ګټونکي ۱۰ کسان دروپېژنو:
۱۰ ـ کولين بلنګر، ۵ مليونه ډالره
بلنګر د خپلو خندوونکو او کاميدي ويډيوګانو او وروسته پر دغو د کتاب په چاپ زياتي پيسې ګټلي دي.
۹ ـ ريټ اېنډ لنک، ۵ مليونه ډالره
ريټ ميکلګن او چارلس لنکن نيل غوښتل چي انجينيران سي خو وروسته کاميديان سول. د دوی د سهار پروګرام متکل مارننګ ډېر محبوبيت لري.
۸ ـ جرمن جرمينډيا، ۵،۵ مليونه ډالره
د لاتيني امريکا د دغه يوټيوب چينل چلوونکي تر ۳،۳ څخه زيات فالوورز لري. د جرمن جرمينډيا ډله درې بېل د يوټيوب چينلونه چلوي.
۷ ـ ماركيپليئر، ۵،۵ مليونه ډالره
د ماركيپلير اصلي نوم مارک فِشباخ دی. د نوموړي چينل تقريبا ۱۵ مليونه سبسكرائبران يا دايمي کتونکي لري.
۶ ـ ټايلر اوکلی، ۶ مليونه ډالره
ټايلر پر يوټيوب يو کاميدي پروګرام چلوي چي دغه چينل تقريبا ۸ مليونه کتونکي لري.
۵ ـ روسانا پینسینو، ۶ مليونه ډالره
روسانا د يوټيوب په خپل چينل کي خلکو ته پخلی ورښيي. نوموړې د دغو غذاؤ په هکله خلکو ته ساينسي معلومات هم ورکوي. د هغې څو شمېر کتابونه چاپ سوي دي.
۴ ـ سموش، ۷ مليونه ډالره
ایان ہیككس او انتوني پیډلا د کوچنيوالي راهيسي سره ملګري دي. دوی په ګډه ۵ د يوټيوب چېنلونه چلوي چي له دغو څخه يو يې د سموش په نوم چينل هم دی. دغو دوستانو يو فلم هم جوړ کړی دی.
۳ ـ للي سنګھ، ۷،۵ مليونه ډالره
هندي الاصله کاميدي جوړونکې للی په کاناډا کي ژوند کوي. هغه د سوپر وومن په نوم پر يوټيوب يو چېنل چلوي چي تقريبا لس مليونه دايمي کتونکي لري.
۲ ـ رومن اېټ ؤډ، ۸ مليونه ډالره
د رومن اېټ ؤډ په نوم دغه ځوان د «سمايل مور» يا زياته موسکا وکړئ په نوم چېنل چلوي. هغه تر ۱۰ مليونو څخه زيات کتونکي لري. نوموړی د خلکو سره ټوکي کوي او ويډيوګانې يې پر خپل يوټيوب چېنل خپروي.
۱ ـ پيوډي پايې، ۱۵ مليونه ډالره
د سوېډن سره تړاو درلودونکی پيوډي پايي تقريبا ۵ مليونه کتونکي لري. د هغه اصلي نوم فيلکس ارويډ کيلبرګ دی.