1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«يوولس سوه افغانان د ايدز په ناروغۍ اخته دي»

۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د روغتيا وزارت چارواکي وايي، چي په دغه هيواد کي تر دوولس سوه ډير کسان د ايدز په وژونکي ناروغۍ اخته دي. دغه وزارت وايي، چي کوښښ کوي د يوې ملي پروسې له لاري د دغي ناروغۍ د مخنيوي لاري چارې خلکو ته ور وښيي.

https://p.dw.com/p/16uRq
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د روغتيا وزارت د شمېرو له مخي په دغه هيواد کي ۱۳۶۷ تنه د ايدز په وژونکي ناروغۍ اخته دي. دا يوازي هغه کسان دي چي له روغتيا وزارت سره رسمي ثبت سوي دي.

د افغانستان د ورغتيا وزارت د ايدز نړيواله ورځ «خپله وينه د اچ آی وي [ويرويس] د معلومولو له پاره معاينه کړئ» تر شعار لاندي ولمانځله.

د عامي روغتيا وزيري اغلي ثريا دليل د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۲) په کابل کي د ايدز ناروغۍ د نړيوالي ورځي په مناسب په جوړه سوې غونډه کي وويل: «د دغه شعار له عملي کولو څخه مو موخه، په افغانستان کي د ايدز ناروغي د پيښو مخنيوی دئ.»

د نړيوال روغتيايي سازمان د شمېرو له مخي په دې وروستیو کلونو کي د مديترانې په ختيځو هيوادونو کي چي په هغه کي افغانستان هم راځي د ايدز وژونکې ناروغي نوره هم ډيره سوې ده.

د معتادينو د ډيرېدو اندېښنې

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د شمېرو له مخي په افغانستان کي له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پوري داسي معتادين سته چي د پيچکاريو له لاري نشه کوي.

داسي اندېښنې موجود دي، چي له دغي لاري د ايدز د وژونکي ناروغۍ انتقال ډير اسانه دی او په دغه هيواد کي د دغي ناروغۍ کچه لوړيږي.

په افغانستان کي په ايدز ناروغي باندي د اخته کسانو دقيق شمېر معلوم نه دئ.
په افغانستان کي په ايدز ناروغي باندي د اخته کسانو دقيق شمېر معلوم نه دئ.انځور: AP

د افغانستان د روغتيا وزارت د دغه هيواد په ۹ ولايتونو کي د ايدز ناروغۍ د تشخيص څاگي جوړي کړي دي. په دغه مرکزونو کي په وړيا توگه وينه معاينه کيږي، چي د ايدز ناروغي تشخيص کړي.

مېرمن دليل وويل، چي د اچ آی وي ويرويس له ککړتيا سره د مبارزې ملي پروسې په جريان کي به خلکو ته د دغه وژونکي ناروغۍ او د هغې د مخنيوي په اړه معلومات ورکړل سي.

هغې دغه راز وويل، چي د دغي ناروغۍ د مخنيوي له پاره بايد د دولت ټول نهادونه لاس سره ورکړي. مېرمن دليل دغه راز د افغانستان له ټولو رسنيو څخه وغوښتل چي د خلکو د خبرولو په برخه ورسره مرسته وکړي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل