يوه ډله يهوديان د غزې تراډي ته مرستي رسوي
۱۳۸۹ تیر ۴, جمعهپه المان کي يهودي ټولنه غواړي چي د ازادي غزې تر سرليک لاندي په خپله طريقه سره مرسته وکړي.
دوئ غواړي چي ديوې کوچنۍ بېړۍ په واسطه د غزې سيمي ته ولاړ سي. دغه وګړي په اصل کي يهود دي او غواړي چي د منځني ختيځ کي د انصاف او عدالت ولاړي سولي د پاره په ګډه اقدام وکړي.
دوئ په شعوري ډول د يو ګڼ اکثريت يهوديانو په مقابل کي په المان کي په دې کار لاس پوري.
په راتلونکو څلورو اونيو کي به ددې ټولني بېړۍ د مرسته کونکوتوکو سره د غزې پر لور حرکت وکړي. ددې ټولني مشره ډاکټره کتڅن شټاين وايې، موږ سمبوليکي د مرستي توکي لرو. موږ غواړو چي په بنسټيزه توګه د ښوونځی توکي د ځانه سره ويسو، ځکه چي درې کاله کيږي چي هلته څوک ننوتلي نه دي.
هغه وايي چي پر غزې باندي بنديزونه غير قانوني دي او د نړيوالوتړونونوسره په تضاد کې دي.
د هغې په خبره زموږ اصلي موخه دا هم ده چي موږ فلسطينيانو ته په ډاکه کړو چي نور يهوديان هم سته چي د بمونواو ټوپکوسره نه راځي، بلکي ستاسي د غمخوارۍ او ښه ژوند په هيله راځي.
پر غزې باندي د درو کلونو راپدې خوا محاصره لگول سوې او هيڅ څوک نسي ور تلای. د می د مياشتي په اخره کي په نړيواله کچه، د نړيوالو فعالينو يوه کښتۍچي د مرستندويه توکوڅخه ډکه وه ، د غزې سيمي ته په ننوتلو د مديترانې په سمندر کي اسرائيلي پوځیانو وسلوال بريد ورباندي وکړی چي په نتيجه کي يې 9 تنه ترکي وګړي ووژل سول.
Marx, Bettina/ گرديوال
کتونکی. زيارمل