يوه پلار خپله لور پرېښوول ډوبه سي
۱۳۹۴ مرداد ۲۱, چهارشنبهد عربي اماراتو رسنيو يو داسي غمجن خبر خپور کړی چي ډېر خلک ورته حيران پاته دي: پلار په دې سبب چي لور ته ئې «نامحرم» لاس ور نه سي پرېښوول چي ډوبه سي.
د دوبی د ژغورني او پلټي چارو مسئول احمد برقيبه، ويلي دي چي دغه پلار خپله ماينه او اولادونه ساحل ته د مېلې له پاره بېولي ول. کوچنيانو لامبو کوله چي ناببره پېغلي نجلۍ نارې کړي چي ډوبيږي.
کله چي دوه تنه ژغورونکي د هغې پر لور ور منډي وهي، د نجلۍ پلار چي ويل کيږي ډېر قوي سړی هم وو، د هغوی مخه نيسي. هغه حتی له ژغورونکو سره لاس و گريوان کيږي چي اوبو ته ورنژدې نه سي.
د احمد برقيبه په خبره دغه پلار ژغورونکو ته ويلي دي: «دې ته ترجيح ورکوي چي لور ئې ډوبه سي نه دا چي نامحرم سړی هغې ته لاس وروړي او حيثيت ئې لکه پيدا کړي.»
هغه زياته کړه که د نجلۍ پلار مداخله نه وای کړې، کيدای سوای ژغورونکو دغه پېغله ژغورلې وای. د پيغلې پلار اوس پوليسو بندي کړی دئ.