1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه پاکستانۍ مېرمن د القاعدې سره د تړاو په تور پاکستان امريکايانو ته وسپارل

۱۳۸۷ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

پر دې ميرمني باندي دا تور لګول کيږي چي د په افغانستان کي د بند په وخت کي يې پر يوه امريکا افسر باندي ټکان کړي وه

https://p.dw.com/p/Er23
يوه عادي پاکستانۍ مېرمن چي خپل د هيواد بيرغ ته ولاړه ده
يوه عادي پاکستانۍ مېرمن چي خپل د هيواد بيرغ ته ولاړه دهانځور: AP

پر دغي 36 کلني مېرمني باندي چي عافیه صديق، نوميږي، د امریکا دمتحده ايالاتو دعدلي مقاماتو لخوا داتور لګول کيږي چي دا، هغه وخت چي په افغانستان کي بندي وه د امریکا دمتحده ايالتونوپر يوه پوځي مسول باندي يې ډزي کړي دي.

دغه پاکستانۍ مېرمن چي د امریکا په متحده ايالتونوکي يې هم ژوند کاوه، څنګه چي دنيویارک دښار څارنوال Michael Garcia وايي،دجولای د مياشتي په نیمايي کي دافغانستان دغزني په ولایت کي نيول سوې ده،او ددې دنيولو پر مهال، ورسره دبم جوړولووسايل او د امریکا دمتحده اياتونو دځينو ځايونوعکسونه موندل سوي دي.

په افغانستان کي امريکايي عسکر د القاعدې د شکمنو غړو د نيولو په تلاښ کي
په افغانستان کي امريکايي عسکر د القاعدې د شکمنو غړو د نيولو په تلاښ کيانځور: AP

دغه پاکستانۍ مېرمن چي اوس د درو اولادونو مورده دنيویارک يوې محکمې ته بیول سوې ده . او پر دې باندي د مرګ ژوبلي تورونه لګول کيږي. ويل کیږي چي دغه مېرمن چي جراح ده، دبند په وخت کي پر يوه امریکايي عسکر باندي فیرکړی وي . عسکر ندی ژوبل سوی خو دغه مېرمن د امریکايي عسکرو دمتقابلو ډزو په اثر ټپي سوې ده.

په کراچي د عافيې خور AFP خبري آژانس ته ويلي دي چي ددې خبر په اوريدو سره ددوی کورنۍ ته يو شوک پيداسوی دی. پاکستاني مقاماتو تر اوسه ددغه خبر په وړاندي کوم دريځ ندی نيولی.

نيویارک تایمز لیکي چي مېرمن صديق د امریکا دمتحده ايالتونو د Massachusetts په انستيتوت کي خپل تحصيلات بشپړ کړي دي . په 2003 میلادي کال کي پاکستان ته تللې وه، او د2004 میلادي کال راهيسي د امریکا دمتحده ایالتونو له خوا ورپسي لټون روان و.