1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه هواباز بې له پراشوټه له الوتکي ټوپ کړي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبه

یوه امریکایي د لومړي ځل له پاره بې له پراشوټه له یوې الوتکې ټوپ وهلی دی. د هغه دغه کار چې د امریکا متحدو ایالاتو په کلفورنیا کې یې تر سره کړ، د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریده.

https://p.dw.com/p/1JZUB
انځور: picture alliance/AP Photo/J. C. Hong

لوک ایکینز، لومړی کس دی چې له دومره لوړي ارتفاع یې بې له پراشوټه ځان د مځکي پر لور غورځولی دی. خو د دې له پاره چې هغه په مستقیم ډول له ځمکې سره و نه جنګیږي او خپل ژوند له لاسه ور نه کړي، پر ځمکه د هغه له پاره یو لوی جال نصب شوی وو.

په دې ترتیب سره نو باید دغه زړور کس له ۷۶۰۰ مترو ارتفاع څخه ځان راغورځولی وي. هغه له الوتکې راټوپ کړل، او په یوه ساعت کې د ۱۹۳ کیلو متره سرعت په لرلو سره په بریالیتوب سره په نصب شوي لوی جال کې ولوید. له الوتکې څخه د هغه ټوپ او بیا جال ته رسیدو، څه د پاسه دوې دقیقې وخت ونیو.

جال ته تر رسیدو مخکې، لوک په هوا کې ځان راتاو کړ، څو پر ملا په نصب شوي جال باندي راولویږي. هر څه سم پر مخ ولاړل او لوک روغ رمټ ځمکې ته ورسید چیرې چې ډیرو کسانو د هغه د برخه لیک انتظار کاوه.

هغه ځمکې ته تر رسیدو وروسته وویل: «زه پرواز ته نزدې یم. دا یوه ډیره فوق العاده تجربه وه. هغه کار چې موږ همدا اوس سر ته ورساوه، د تعریفولو له پاره یې زه توري نه شم موندلی. دغو ټولو کسانو زما سره د دې کار په ترسره کولو کې مرسته وکړه. دا یو فوق العاده حالت دی.»

لوک په خپله یو پیلوټ دی او آن له ۱۲ کلنۍ راهیسې دغه ډول له خطره ډک نمایشونه سرته رسوي.