1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه نقاشي په ۱۲۰ ميليونه ډالره وپلورل سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د «ایدوارد مونش» یوه ډیره پیژندل شوې نقاشي چي د (The Scream) په نوم یادیږي، څه کم۱۲۰میلیونه ډالره وپلورل شوه. له دې سره نو د هنري اثارو په داوطلبۍ کي د تر ټولو لوړي بيي ریکارد ټينگ سو.

https://p.dw.com/p/14oQQ
انځور: Reuters

دغه نقاشي د چهار شنبې په ورځ په نیویارک کي د هنري اثارو په یوه داوطلبۍ کي په ۱۱۹،۹میلیونه ډالره وپلورل شوه او په نړۍ کي ئې د هنري اثارو په مزايدو کي د تر ټولو لوړي بيي ریکارد ټينگ کړ.

د قیمتي نقاشیو په اړه د انځورونو البوم دلته ووینئ

د دې هنري اثر له پاره جوړي شوي داوطلبۍ ۱۵ دقیقې دوام وکړ. د دې نقاشي د اخیستلو له پاره اوه کسانو له یو بل سره چنې وهلي. که څه هم د دې مزایدې جوړونکو هیله درلوده چي دغه نقاشي به د۸۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کي وپلورل شي خو هغوی هغه وخت حیران شول چي بيه ئې تر سلو میلیونو ډالرو لوړه، او بالاخره ۱۱۹،۹میلیونو ډالرو ته ورسېده.

تر دې مخکي په ۲۰۱۰ کال کي د پیکاسو یوه نقاشي په ۱۰۶،۵میلیونه ډالره پلورل شوې وه چي تر دې مخکي ئې د یوه هنري اثر له پاره د تر ټولو لوړي بيي ریکارد ټينگ کړی وو.

د (The Scream) نقاشي په ۱۸۹۵ کال کي د ناروېژي نقاش ایدوارد مونش لخوا د خپل ډول رسم شوو څلورو نقاشیو له جملې څخه ده. د دې ډول درې نوري نقاشۍ موزیمونو او لوی سازمونو اخیستي دي او همدا یوازینۍ نقاشي ده چي یو وگړی ئې مالیکیت لري.

په دې نقاشۍ کي یو سړی پر يو پله باندي ولاړ پرخپلو اننگو باندي لاسونه ايښي دي او چیغي وهي. دغه نقاشي د هنر په تاریخ کي یوه له ډیرو پیژندل شوو اثارو څخه شمیرل کیږي.

په یوه شعر کي چي له نقاشي سره یو ځای دئ، ایدوارد مونش ویلي دي چي «له شوقه ریږدي». تر دې مخکي د (The Scream) د نقاشي دوه نور ډولونه له موزیمونو څخه غلا شوي ول. خو بیا بیرته موندل شوي ول.

د چهار شنبې په ورځ نارويژي تجار اویتر اولسین چي تر دې مخکي د (The Scream) مالک وو، پریکړه وکړه چي دا نقاشي وپلوري او بیا ئې مزایدي ته وړاندي کړه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل