1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه شرکت له کبانو سره یې یو انسان پوخ کړی وو

۱۳۹۴ مرداد ۲۳, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو په کلفورنیا کې د تونا کبانو کانسرو جوړولو یو شرکت شپږ میلیونه ډالر جریمه ورکوي. لامل یې دا دی چې دغه شرکت په ۲۰۱۲م کال کې په تصادفي توګه یو انسان له کبانو سره یوځای پوخ کړی وو.

https://p.dw.com/p/1GFVT
انځور: CC2.0/TheAnimalDay

دغه جریمه چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه تر اوسه پوري په کلفورنیا کې د کار په ځای کې د احتیاطي تدابیرو د نه نیولو له کبله وضع شوي تر ټولو لویه ده. د دواړو اړخونو وکیلان تر ډیر بحث وروسته د جریمې پر اندازې او نورو شرایطو باندي سره موافقې ته رسیدلي دي.

د تونا کبانو د کانسرو جوړولو شرکت چې باید جریمه ورکړي «Bumble Bee Foods» نومیږي او د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه نیټه یې د جوزي مالینا په نوم یو کارکوونکی د کبانو په یوه دیګ کې پوخ کړ. هغه دغه لوی دبخار دېگ ته چې اندازه یې ۱۰.۶ متره وه ننوتی وو، او د شرکت نور کارکوونکي په خبر نه ول. هغوی په دې دېگ کې تونا کبان واچول او په دې ترتیب سره یې دی او کبان یو ځای پاخه کړل.

د لاس انجلس چارواکو ویلي دي چې د ټاکل شوې شپږ میلیوني جریمې نیمایي برخه به د تونا کبانو د پخولو د دېگ پر بدلون مصرف شي، څو کارکوونکي بیا له دغه شان پیښو سره مخامخ نه شي.

د وژل شوي جوزي مالینا کورنۍ به هم ۱،۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او پر دې سربیره به د تونا کبانو کنسرو جوړولو دغه شرکت په یوه بیانه کې د هغه د وژل کیدو له کبله پښیماني اعلان کړي.

پر دې سربیره د دغه شرکت د احتیاطي تدابیرو مسئول به هم په یوه بیانه کې ووایي چې د ګناه احساس کوي او د جریمي په توګه به ټولنیز خدمتونه وکړي.