يوه سړي ۳۹ کیلو سره زر غلا کړي
۱۳۹۵ آذر ۱۱, پنجشنبهدغه کس یو لوی ستل چې پکښې سره زر پراته ول او ارزښت یې ۱،۶ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي، په نیویارک ښار کې له یوه زغروال موټر څخه هغه مهال غلا کړ چې د موټر دروازه پرانیستې وه.
دغه پیښه د نوامبر میاشتي پر ۲۹ نیټې رامنځ ته شوې او له هغې راهیسې د دغه کس هیڅ درک نه لگیږي. پیښه د نیویارک د پنځمې او شپږمې ایونیو یا لوی سړک تر منځ په ۴۸ کوڅه کې رامنځ ته شوې ده. دا چې په دغه ستل کې ۳۹ کیلوگرامه سره زر ول، پولیسو له خلکو څخه د دغه کس په موندلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د څارونکو کمرو په فيلم کې لیدل کیږي چې د سرو زرو غل، د زغروال موټر چې سره زر یې لیږدول د امنیتي کسانو له نه پاملرني څخه گټه اخلي او ستل غلا کوي. چارواکي وایي ښایي دغه سړی په دې نه پوهیدی چې څه شی غلا کوي.
د المونیم په دغه ۱۹ لیتره ستل کې ۳۹ کیلوگرامه سره زر پراته ول. چارواکي د دغه سړي په لټه کې دي چې عمر یې د ۵۰ او ۶۰ کلونو تر منځ اټکل کیږي او ښایي په خټه هسپانوی وي.
په یوه بله ویدیو کې لیدل کیږي چې څرنگه دغه سړی لومړی ستل په یوه لاس او بیا په دواړو لاسونو په غیږ کې نیسي. تر هغې وروسته بیا دغه سړی د یوې شېبې له پاره تم کیږي او ستل پر ځمکه ږدي.
بیا ستل تر لاستي نیسي له سړکه اوړي او لادرکه کیږي. پولیس داسې شک کوي چې د سرو زرو غل ښایي په فلوریډار کې ځان پټ کړی وي.
نور مطالب: