1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان پولیس خپل څلور ملګري وژلي دي

۱۳۹۴ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د روزګان او کندهار لویې لاري په یوه پوسته کې یوه پولیس خپل څلور ملگري وژلي دي. زیاته شوې ده چې اوس هم ۱۱ تنه نور پولیس لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/1I4pG
انځور: DW

د روزگان د پولیسو قوماندان جنرال غلام سخي روغ لیوني، د سه شنبې په ورځ د دغي پیښي له تائید سره ویلي دي دي چي۱۱ تنه نور پولیس اوس هم له دغي پوستې څخه لادرکه دي.

روغ لیوني زیاته کړې ده چي پیښه د دوشنبې په ماښام ناوخته رامنځ ته شوې.

دغه افغان چارواکي ویلي دي چي تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي د دوشنبې په ماښام په اصل کې څه پیښ سوي دي. تر اوسه پوري هیڅ کومي ډلي د دغي پیښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

افغان پولیس چې د ډیرو لویو لارو د ساتلو مسئولیت لري، اکثره وخت د طالبانو له بریدونو سره مخامخیږي. خو ډیر وخت داسي هم کیږي چي پخپله پولیس هم خپل نور ملګري وژني او د وسلو او نورو تجهیزاتو له تښتولو سره، د پیښي له سیمي څخه لا درکه کیږي.

د ځواکونو پر شا کېدل

د روزگان ولايت چارواکو ويلي دي چي ځواکونه ئې د دغه ولايت د چارچينو ولسوالۍ د خارخورده سيمي څخه راوتلي دي.

د روزگان ولايت وياند دوست محمد ناياب د جرمني خبري آژنس (دي پي اې) ته ويلي دي چي امنيتي ځواکونه ئې د يادي ولسوالۍ له اتو پوستو څخه پر شا سوي دي: «دا کار ځکه سوی دئ چي امنيتي ځواکونو ته په سيمه کي د طالبانو گواښ موجود وو.»

د روزگان د ولايتي شورا غړي محمد ظاهر خان نادري، ويلي دي چي د چارچينو ولسوالۍ په خارخورده سيمه کي ۱۵۰ پوليس او عسکر ځای پر ځای ول. هغه زياته کړه ده چي د دغي سيمي د ساتني له پاره کافي ځواک نه سته.

د دوشنبې په ماښام د وسله والو طالبانو يوه وياند ادعا کړې وه چي د روزگان ولايت دغه سيمه دوی نيولې ده، خو د ولايت وياند د طالبانو دغه ادعا منفي تبليغات بولي.