يوه افغان پوليس خپل لس تنه ملګري وژلي
۱۳۹۴ بهمن ۶, سهشنبهافغان امنيتي چارواکو ویلي دي چې پېښه نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۶مه)د روزګان ولایت په چینارتو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د هغوی په خبره دغه پوليس د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته، د هغوی وسلې هم له ځان سره وړي دي.
د روزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ څېړني ښیي چې دغه پولیس له طالبانو سره یوځای شوی. هغه لومړی خپل ملګري بې هوښه کړي دي او په هماغه حالت کې یې هغوی وژلي دي.»
د روزګان د امنیې قومندانۍ مرستیال رحیم الله خان، هم دغه پیښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې اوس د وژونکي کس د موندلو له پاره عملیات پيل شوي دي.
له بلې خوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د پیښې په اړه بل ډول معلومات ورکړي دي. هغه ویلي دي چې نهه تنه پولېس په چینارتو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستي باندې د دوی د جنگيالیو په يوه برید کې وژل شوي دي.
په وروستیو کلونو کې ډیري داسې پیښې رامنځ ته شوې دي چې په ترڅ کې يې د افغان امنيتي ځواکونو غړي پر خپلو ملګرو باندي بریدونه کړي دي.
د جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه نېټه په ارزګان ولایت کې درو پوليسو خپل ۹ ملگري ووژل او په تېښته بريالي شول. په دغه پوسته کي ملي او محلي پوليس يو ځای اوسېدل.
د کارپوهانو په اند، ستونزه داده چي په ځينو سیمو کي داسي کسان د پولیسو لیکو ته جذبیږي چي په اړه ئې هيڅ معلومات نه وي، یوازي د انډيوالۍ په معیار په ځانګړي ډول په سیمه ایزو پولیسو کي د مقررۍ لوی اصل دی، چي هغه بیا دغسي ناوړه پيښي زېږوي.