1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان ساتونکي درې تنه خارجيان وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه

د هرات په هوايي ډګر کي یوه افغان پولیس د ایساف په چوکاټ کي درې تنه خارجي سلاکاران وژلي او دوه تنه نور ئې ټپیان کړي دي. د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی دئ.(انځور له ارشيف څخه)

https://p.dw.com/p/15dDX
An Afghan soldier keeps watch in front of Maulvi Arsala Rahmani's house in Kabul May 13, 2012.Gunmen shot dead the top Afghan peace negotiator in the capital Kabul on Sunday, police said, dealing another blow to the country's attempts to negotiate a peace deal with the Taliban. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST CRIME LAW MILITARY)
Afghanischer Soldat hält Wache vor Maulawi Arsala Rahmanis Haus in Kabulانځور: Reuters

په لوېديځ زون کي د ساحوي پولیسو د قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي د پیښي په اړه دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چي وژل سوي کسان امريکايان دي او په ټپیانو کي یو افغان ژباړونکی هم شامل دئ.

احمدي زیاته کړه پیښه تیرماښام رامنځته شوه، او دغه کس چي ډزي ئې کړي دي له یو نیم کال راهیسي په هوايي میدان کي د ساتونکي دنده لرله.

د هغه په خبره دغه افغان پوليس تر ډزو وروسته خپله هم په متقابلو ډزوکي وژل شوی دئ.

بله خوا بيا طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي په سيمه کي په يوه لېږل سوي تليفوني پيغام کښي رسنیو ته ادعا کړې ده، چي حمله کوونکی د دوی انډيوال وو، شپږ تنه خارجيان ئې وژلي دي او د یوه افغان ژباړونکي په شمول ئې ۴ تنه نور ټپيان کړي دي.

خو په افغانستان کي د ایساف ځواکونو له مرکزي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي هم راغلي دي چي درې تنه وژل شوي دي او د یوه افغان په شمول دوه تنه نور ټپيان دي.

دا لومړی ځل نه دئ، چي په لښکري يونيفورم کي يو افغان پر خپلو خارجي سلاکارانو ډزي کوي، بلکي دغه ډول پيښي نوري هم سوي دي.

د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو په ليکو کښي د دغه ډول کسانو ځای پر ځای کيدلو نړيواله ټولنه سخته اندېښمنه کړې ده.

په افغان امنيتي ځواک کښي تصفيه له ډيره وخته روانه ده او تلاښ کيږي، چي د دوست په کاليو کښي ور ننوتلی دښمن پیدا کړي، خو تر اوسه پوري په دې نه دي بريالي سوي، چي دغه ډول يو کس دي پيدا کړي، او پيښي تقريباً په هره اوونۍ کي را منځ ته کيږي.

خو افغان مامورین په خپلو لیکو کښي د طالبانو د نفوذ خبره، نه مني او وايي چي دوی تر خپله توانه پوري خپل عسکر په ملي روحیه روزلي دي.

د دوی په خبره ددې ډول پيښو د رامنځته کېدو عوامل بېلابېل دي، چي په هغو کښي رواني ناروغۍ، فقر، مذهبي تعصبات او نور راتلای شي. دوی ادعا کوي چي دغه ډول پيښي د نړۍ په نورو ملکونو کښي هم رامنځ ته کيږي.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل