1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونسکو: په نړۍ کي تر اوسه هم۷۶۰ مليونه انسانان نالوستي دي

۱۳۸۹ شهریور ۱۷, چهارشنبه

زده کړه د ټولو د پاره- تر پروگرام لاندي لس کاله وړاندي ١٦٤هيوادونو د يوحق په توگه ومنله، چي هڅه به کوي، زيات کسان په ليک او لوست باندي وتوانوي.

https://p.dw.com/p/P76x
د لسو کالو راپدېخوا د سپتمبر ۸ په نړۍ کي د بې سوادۍ د ورځي په نامه ياديږي
د لسو کالو راپدېخوا د سپتمبر ۸ په نړۍ کي د بې سوادۍ د ورځي په نامه ياديږيانځور: LI Hamburg

د ملگرو ملتونو د يونسکو څانگي د بې سوادۍ د ورځي په وياړ چي نن ده په يو رپوټ کي ويلي دي چي د هغوی ډيری د صحرا جنوب ته د افريکا په لويه وچه، جنوبي او لويديزه آسيا کي دي.

د دې نالوستو تقريباً نيمايي برخه په څلورو گڼ نفوسه هيوادونو بنگله ديش، چين، هند او پاکستان کي ده.

دا چي په تيرو لسو کلنو کي کوم پرمختگونه سوي په بن کي ددې کمېسيون د اتحاديې غړې کاتيا رومر وايي، په حقيقت کي ځيني پرمختگونه شوي، ولو که ډير سوکه هم دي. د ٢٠٠٠ ميلادي کال راپديخوا د نالوستو شمير په نړۍ کي ١٠٣ مليونه کم سوی. په لويانو کي د ليک او لوست کچه په سلو کي لس برخي زياته يعنی ٨٥ برخو ته لوړه سي.

چين په دې توانيدلی دئ، چي په دوو لسيزو کي تر١٠٠ مليونو زيات کسان باسواده کړي. خو جنوب ختيزه آسيا تر اوسه هم د نالوستيا اصلي سيمه ده. دلته هر ډول پرمختگ د نفوس د زياتوالي خاوري کيږي.

کاتيا رومر وايي د ملگرو ملتونو دا موخه چي په لويانو کي د بيسوادۍ کچه نيمايي ته راټيټه کړي، هم ډير ليري ښکاري او علتونه يي هم په آسانه پوهيدل کيدای سي.

« ډير حکومتونه دا په نظر کي نه لري، چي د باسواده کولو کوښښونه په يو شميرهيوادونو کي د زيات توليد او عمومي هوسايني سبب کيږي.»

د آکسفام موسسې غړې کارولينه پيرسه په دې نظر ده چي، د اوږد وخت د پاره په پوهنه کي پانگه اچونه د يوه هيواد د اقتصادي ودي او ثبات د پاره، نظر په عام المنفعه جوړښتونو کي پانگي اچوني ته، درې چنده زيات اهميت لري.

مثلا د روغتيا په برخه کي: په سينيگال او نايجريا کي د هغو ماشومانو مړينه نيمايي اندازه ده، چي ميندو يي ښوونځي لوستي وي.

آژانسونه/ عارف وردگ

کتونکی: نجيب الله زيارمل