1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان غواړي چي په دولتي تقاعد کي کمی راولي

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه
https://p.dw.com/p/145JA

د فرنسې خبري آژانس د يوه خبر له مخي د يونان حکومت غواړي چي د خپل هيواد د تقاعدونو په دولتي تقاعد کي کمی راولي. د خبري آژانس په وينا پدې توگه د يونان حکومت غواړي چي د يورو پول واحد د غړو هیوادونو له خوا غوښتل سوي د لا زياتي سپما پروگرام ته مثبت جواب ووايي. د يورو پول واحد ډلې د يونان څخه د روان مېلادي کال تر پای پوري د ۳۲۵ مليونو يورو د نورې سپما غوښتنه کړې وه. د فرانسې خبري آژانس د يونان د کار او روزگار د وزارت له خولې ليکلي دي چي ټولې تقاوتي مياشتنۍ حسابونه چي تر ۱۳۰۰ يورو څخه زياتي وي پکښي د ۱۲ فيصدو کمښت به راوستل سي.