1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان د لا زياتو پورونو تر لاسه کولو هڅي کوي

۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

د يونان او ترويکا تر منځ د هيجانه ډک تليفوني کنفرانس دوشنبه ماښام ژر پای ته ورسيدی. د هغه څخه د انتظار سره سم نتايج پلاس نه راغلل او د يونان د کابينې جلسه چي اصلأ بايد تر تليفوني کنفرانس وروسته دايره سوې وای، دايره نسوه.

https://p.dw.com/p/12ceq
اېفانگېلوس وينيڅېلوس
اېفانگېلوس وينيڅېلوسانځور: dapd

ترويکا هغه درې اړخيزه ډلې ته ويل کيږي چي پکښي د اروپايي مرکزي بانک او د نړۍ وال وجهي صندوق تر څنگ د اروپا کميسيون هم استازي لري. و يونان هيواد ته د لا زياتو اقتصادي مرستو لپاره ټاکل سوي چي دغه ترويکا به د نوموړي هيواد هلي ځلي او کړي ژمني څاري. د دې لپاره چي ايا يونان ته نوري مرستي ورکول سي که نه پدې هکله د يونان او د ترويکا تر منځ ټليفوني کانفرانس تر سره سو.

د يونان د ماليې وزير تر تليفوني کنفرانس وروسته يوازي دومره وويل چي د ترويکا سره تليفوني خبري جوړونکي او اساسي وې.

د يونان د حکومت او د ترويکا د مشرانو تر منځ د هيجانه ډک تليفوني کنفرانس دوشنبه ماښام ژر پای ته ورسيدی. د هغه څخه د انتظار سره سم نتايج پلاس نه راغلل او د يونان د کابينې جلسه چي اصلأ بايد تر تليفوني کنفرانس وروسته دايره سوې وای ، دايره نسوه.

پدې وسيله نو د يونان تشويش رفع نسو. خو د نن ماښام د پاره بيا ددواړو خواوو ترمنځ تليفوني خبري کيږي چي اکثريت يوناني رسنی دا يوه ښه خبره بولي.

د رويټرس خبري آژانس د يونان د ماليې دوزارت د يوه کار کونکي په حواله کاږي چي که څه هم ځيني کارونه بايد تر سره سي ، خو توافق رانژدې سوی دی.
 
هغه څه چي معلومه ده داده چي د يونان حکومت بايد د ترويکا تفتيشانو ته د سپما د نوو تدابيرو وعده ورکړي .داسي تدابير چي ډير ژر بايد عملي سي. يوناني رسنيو پرون دوشنبه لا د يوه تور او خراب لست څخه خبر ورکړي چي پر ۱۵ موضوعګانو او تدابيرو باندي خلاصه کيږي.

د سپما پر ضد په يونان کي سخت احتجاجونه هم تر سره سول
د سپما پر ضد په يونان کي سخت احتجاجونه هم تر سره سولانځور: ap

د دغو تدابيرو پر اساس بايد په زرهاوو دولتي مامورين د کاره وايستل سي او د مامورينو او متقاعدينو معاشونه راکم کړي. سربيره پر دې په پلان کښي ده چي د خرڅلاو ځيني ماليې هم لوړي سي ، مثلأ د تيلو د خرڅلاو ماليه. خو دغه هر څه يوازي آوازې دي او لا فيصله سوي ندي.

د دوشنبې په ورځ (د سپتامبر 19 مه) د بين امللي وجهي صندوق IWF- نماينده ، بوب ترا په احتياط سره د يونان د ژغورني خبره وکړه . ده د آتن سره نژدې په يوه مسلکي غونډه کښي وويل:

« د پلان عملي کول پيل کيږي او د يونان حکومت موږ ته ډاډ راکړی دی چي هغوی قاطع تصميم نيولی دی چي لازم مقررات  به وضع کوي خو سربيره پر دې به مشورې دوام وکړي.»

بين امللي وجهي صندوق IWF- د يونان د سپما دتدايرو د تر اوسه عملي کولو د په نظر کښي نيولو سره د نړی څخه غوښتي دي چي د هغو قدرداني او ستاينه وکړي . يونان په تيرو مياشتو کښي ډير کارونه سرته رسولي دي.

د يونان د ماليې وزير اونګيلوس ويني څيلوس يووار بيا وويل چي دده هيواد به ورکول سوي وعدې پر ځای کړي:

« يونان د يورو د زون د اتباعو په مقابل کي په خپل مکلفيت باندي ښه پوهيږي.»

خو د سه شنبې په ماښام (د سپتامبر 20 مه)  بايد وينو څيلوس په راتلونکي تليفوني کنفرانس کښي بين امللي وجهي صندوق IWF- ، داروپا کميساری او د اروپا مرکزي بانک پدغو خبرو باندي متيقينه کړي.

سټېفن ؤرڅل/ محمد قاسم نوري
کتونکی: احمدولي اڅکزی