1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان بايد د اقتصادي بحران څخه پخپله ځان راوباسي

۱۳۸۸ بهمن ۱۲, دوشنبه

کله چي بحران راشي دټولوسترګي برلين ته وراوړي . اوس له اقتصادي پلوه دارو پا له ټولوڅخه پياوړي هيواده څخه ددې تقاضا کيږي چي يونان ته چي ملي اقتصاد يې ډيرلاندي رالويدلی دی، په مرسته کي اصلي پيټی پر اوږو واخلي

https://p.dw.com/p/LoR5

اوپدې ډول نه يوازي ديونان ددولت دافلاس مخه ونيسي، بلکه داروپايي ټولني اسعارو، يورو ته دتاوان دوررسيدلومخنيوی وکړي .

يوروته رسيدلی تاوان ښکاره دی . ددسمبر له مياشتي راپدي خواد يوروارزښت دامريکايي ډالرو په وړاندي په سلوکي اته ښکته شويدي . له بلي خوا دجنورۍ دمياشتي په نيمايي کي يونان د څومليارده يورو په ارزښت دولتي بهاداره اسناد خرڅ کړيدي، ځکه چي نوموړی هيواد په سلوکي 4 ربحه ورکوله اودا د هغو دولتي بهاداره اسنادوله ربحي څخه چي دالمان دولت يې ورکوي ډير زياته وه .

دا دپانګه والانو لپاره ډيره ښه معامله ده . نو ديونان لپاره ددې لاري ښه امکانات ليدل کيږي . نوموړی هيواد چي پوروړيتوب يې 300ملياردو يورو ته رسيږ ي، دهغه هيواد دکلني ناخالصه ملي توليد په سلوکي 113برخه جوړوي .خودآتن حکومت سږکال ددولت دقرضې دبهاداره اسنادو له خرڅولوسره 54 مليارده ډالره ترلاسه کولای شي . سربيره پردې بايده دي ددولتي بودجي کسرهم ډک کړای شي ، خو دربحي ډيروالی ديونان ستونی بندکړی اونفس اخيستل يې ورته سخت کړيدي . خويونانيانو له خپل توان څخه لوړ ژوند کړی، اودغه بد حالت يي پر خپل ځان باندي راوستلی دی .

له بلي خوا هغو هيوادونوهم چي اسعار يې يورو دي اوهم داروپا مرکزي بانک يونان ته ښه پاملرنه نده کړي ،او دا باور يې کړي چي ټول هغه ارقام چي يونان يي ښيي ، سم دي . پداسي حال کي چي يونان ځان له درغلۍ سره ديورو داسعارو لرونکو هيوادونوپه کتار کي شامل کړی، اوکوښښ يې ندی کړي چي خپل اقتصاد بهتره حالت ته راولي ، بلکه بيا يې هم په خپلوشميرنواو ارقاموکي درغلي کړيده . ديونان دغه تقلب دمالي او اقتصادي بحران په وخت کي يعني په ډير نامناسبه وخت کي څرګند شويدی .

ديونان ددولتي بودجې کسرتيرکال دناخالصه ملي توليد په سلوکي12,7 ؤ . پداسي حال کي چي ديورو دثبات دشاخص له مخي يي پاسنی سرحد په سلوکي درې دی . نودنوموړي هيواد د دولتي افلاس مخنيوی د ډير ي شديدي سپما ،اويا د بهرنۍ مرستي له لاري کيدای شي .که څه هم ديونان حکومت ددولت په لګښتونو او د ټولنيزو بيمو دډيرو کمولو اعلام کړيدی خوهيڅوک دا باورپرې نلري چي، داپروګرام پر خپلو ياغي وګړو باندي عملي کړای شي .

جرمني له هغه وخت راهيسي چي اسعار يي يورو دي ،په دردناکه توګه په خپله بودجه کي سمښت راووست . او دخپلي اقتصادي سيالۍ وضعه يې ښه کړه . خو هسپانيې، پرتګال، اوايتاليې هم له خپل توانه څخه لوړ ژوند کړی، اوډير پوروړي شويدي ، نو ديورو په هيوادونوکي ټکانونه احساسيږي . ځکه چي نور دا امکان چي يو هيواد دخپلو پيسو ارزښت ټيټ کړي، او پدې ډول خپل درقابت امکانات بهتره کړي ،نسته .

هرهيواد بايد پخپله ځانته پاملرنه وکړي . ځيني هيوادونو داپام ندی کړي، نو اوس بايد په ډيرو اقدامونوباندي لاس پوري کړي . داروپايي ټولني دکار په طرز کي دمرستي لپاره پورونه هيڅ په پام کي ندي نيول شوي . که ديونان سره مرسته وشي، نو ژر اويا ځنډسره به نور هم دمرستي اخيستونکوپه کتار کي ودريږي . چي دابه داروپايي ټولني له توانه پورته وي اودهغه بودجوي اومالي سياست به بې اعتباره کړي .

کارل څاوانڅکي / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري