1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: د ملکيانو لپاره د می مياشته خونړۍ وه

۱۳۹۰ خرداد ۲۱, شنبه

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی «یوناما» په وینا د 2011 م کال د مۍ میاشت د د ملکي وګړو لپار تر ټولو خونړی میاشت وه. یوناما د مۍ په میاشت کی د 368 کسانو د وژنی او د 593 تنو د ټپی کیدو پیښی ثبت کړي.

https://p.dw.com/p/11Ye3
آرشيف
آرشيفانځور: DW

د یوناما د بشري حقونو د څانګی مشر اغلی جورجیټ ګنیون ویلی « د 2007 م کال را هیسی تر اوسه ، سږکال د مۍ په میاشت کی تر ټولو ډیر ملکي کسان وژل شوي دي.»

هغه زیاتوي « مونږ ډیر اندیښمن یو چی د هوا په ګرمیدو سره به د ملکی وګړو د تلفاتوپه شمیر کی هم ډیروالی راشی. په شخړه کی ښکیلي دواړه خواوی باید د ملکی کسانو د وژنی د مخنیوي په موخه هلی ځلی پیل کړي.»

د دغه پیښو 82 سلنه پړه د دولت په مخالفینو اچول کیږی او همدا راز 12 سلنه پړه پر دولت اچول شوی.

په همدی ډول په بمی چاودونو کی هم ډیر ملکی وګړی وژل کیږی او یا هم ټپیان کیږي. سږ کال د مۍ په میاشت کی په بمي چاودونو کی 119 تنه وژل شوی او نور 247 تنه ټپیان شوي دي. چی دغه شیمر د مۍ د میاشتی 40 سلنه جوړوی.

چاودیدونکی توکی ډیر ځله د لویو لارو په غاړو کی او د سودا ګرۍ د ګڼی ګوڼي په ځایو کی کیښودل کیږي، چی زیاتره وخت یی د تلفاتو شمیر هم ډیر وی او زیاتره وخت ملکی کسانو ته ډیره مرګ ژوبله اړوي.

د ملکی تلفاتو شمیر چی په مخامخ جګړو کی وژل شوی، د طالبانو له خوا د پسرلی د بریدونو راهیسی ډیر شوي. د مۍ په میاشت کی د دولتی ځواکونو له خوا په مخامخ جګړه کی 6 تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د مۍ په میاشت کی د هوایی بریدونه له امله 3 سلنه ملکی تلفات جوړوي.

یوناما د ملکي تلفاتو په اړه خپل 6 میاشتنی راپور تیاروی چی د روان کال د جولایی د میاشت په لومړیو ورځو کی به خپور شي، او د 2001 م کال د لومړیو 6 میاشتو په موده کی به د ملکي وګړو د وژلو مسؤلیت او د وژلو کسانو شمیر به له اسنادو سره په ډاګه کړي.

دویچه ویله / سید ریاض
کتونکی: احمد ولی اڅکزی